د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالله عبدالله او اشرف غني خبرې به څه ګټه ولري؟


اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله بېګا ماښام یوځل بیا وکتل او د ټیمونو د استازو په وینا، په ځینو مسالو خبرې وشوې خو کومه نتیجه یې نه درلوده.

د افغانستان جمهوري ریاست انتخاباتو د دوهم دور سیالیو کې د کاندید، عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د چهارشنبې پر ورځ وویل، چې د رایو څیړنې تخنیکي برخه یې تحریم کړې او د رایو له تفتیشه یې خپل استازي وایستل.

ملګروملتونو د عبدالله عبدالله د ډلې په دې عمل انتقاد کړی او د اشرف غنی احمدزي د تحول او تداوم ډلې څخه یې غوښتي چې د پروسې د شفافیت په مقصد دې دوی هم د رایو پلټلو ته نه ورځي.

ملګرو ملتونو ویلي، پروسه دوام لري او هیله ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژر نتیجې اعلان کړي.

په همداسې یوه حالت کې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ماښام سره وکتل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دور یعنې د جوزا د ۲۴ مې انتخابات په یوې داسې لانجې بدل شوې چې هره ورځ په کې نوې ستونزه یا مساله پیدا کېږې او د حل پرځای یي د اختلاف فاصله زیاتیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کېري او د ملګروملتونو د خاص استازي یان کوبیش په زیاتو هلو ځلو دواړه کاندیدان یو بل ته ورغاړې وتل او اعلان یې وکړ چې ټولې رایې به له سره تفتیش یا څیړل کېږي او په دې اړه تخنیکې او سیاسي توافق وشو.

په تخنیکي برخه کې د ټیمونو د استازو، کورنیو او بهرنیو څارونکو ترڅار لاندې د بیا شمېرنې یا تفتیش عملیه پیل شوه، خو هغوی خپلو کې لاس وګرېوان شول او بهیر د یوه څه وخت لپاره وځنډول شوه.

افغانان چې د رایو نتیجو ته زیات منتظر پاته شوي، د پروسې د اوږدېدو له امله یې خپل باور له لاسه ورکړی او د سیاسي تشې اندیښنو له وجې د خلکو ژوند په هره برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.

نړۍواله ټولنه هم چې د روان عیسوي کال په پای کې به له افغانستان څخه کډې بارکړي، د انتخاباتو نتیجو د نه جوتېدو له امله سخت خپه، اندیښمن او ان په غوسه ده.

د دوی د محدود شمېر عسکرو پاته کېدل او له افغانستان سره د مرستو پلانونه په امنیتي تړون پورې تړلي دي چې باید منتخب ولسمشر یې لاسلیک کړي.

د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د چهارشنبې په ورځ یوځل بیا وویل، چې د دوی غوښتنې نه دي منل شوې او د تفتیش پروسه یې پرېښې ده.

د ټیم یو ویاند ښاغلي سید فاضل سانچارکي وویل:

″دا چې د خپل حضور دوام مو په پروسه کې بې ګټې ولید، موږ ووتلو.

اوس که د ملګروملتونو سازمان څیړنې ته دوام ورکوي، هغه د دوی خپل کار دی، زموږ په فکر، دا کار اعتبار نه لري. نتیجه یې د اعتبار وړ نه ده او په خپله پروسه هم.″

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستیال نیکولاس هیسن وویل، چې د عبدالله عبدالله د ټیم ټولو دلایلو ته په پوره احتیاط غوږ نیسي خو دا پریکړه یې عادلانه نه ده.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله بېګا ماښام یوځل بیا وکتل او د ټیمونو د استازو په وینا، په ځینو مسالو خبرې وشوې خو کومه نتیجه یې نه درلوده.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د بېګانۍ کتنې په اړه د تحول او تداوم ټیم غړی فیض الله ذکي وايي:

″د هغو خبرو په دوام کې چې د درېیمې کمیټې له خوا مشرانو ته راجع شوې وې، چې اساسا د ملي وحدت د حکومت د څرنګوالي په اړه دي، دوي سره وکتل.

دغه رازپه دې اړه چې دواړه لورې باید داسې همکاري وکړي چې د لوړې مراسم په خپل وخت ترسره شي.

د دغې کتنې مهمه نتیجه دا وه چې د خلکو د تصور پر خلاف خبرې په یوې دوستانه فضا کې وشوې او دواړو مشرانو د ملت او خلکو پر وړاندې خپل مسولیتونه ښه درک کړي چې دا هم د ګډون یوه مهمه وجه ده او سلا شول چې په یو دوه ورځو کې به بیا سره وګوري.″

له ډیرو افغانانو او کارپوهانو سره دا پوښتنه ممکن مطرح وي چې، کاندیدانو د تفتیش بهیر دواړه برخې یعني تخنیکې او سیاسي برخې منلې ، دا مهال چې د اصلاحاتو اوهمپالنې ټیم تخنیکې برخه تحریم کړه او د پروسې نتیجه هم بي اعتباره بولې، نو خبرې او کتنې په څه مقصد دي او څه ګټه به ولري؟

د ازادۍ راډيو راپور

XS
SM
MD
LG