د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا وزیران دې د خلکو ستونزې حل کړي


د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک
د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک پر خپلو ټولو صوبايي وزیرانو ږغ کړی دی چې خپلو دفترونو او د خلکو ستونزو ته وخت ورکړي.

نوموړي ویلي چې د خېبر پښتونخوا صوبايي وزیران دې لومړی پاتې کار وکړي او د ولس تحفاتو ته ځواب ورکړي او بیا دې د اسلام اباد په احتجاج کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا یو شمېر خلکو شکایت کړی وو چې د تحریک انصاف صوبايي وزیرانو خپل کارونه پرېښې او د مرکزي حکومت ړنګولو لپاره په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG