د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د انتخاباتي پروسې ځنډ د پوځي روزنې پروګرام اغېزمن کړی”


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ وایي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتي پروسې په ټپه درېدو په دې هیواد کې د پوځي روزنې پروګرام ته خنډونه جوړ کړي دي.

جنرال جوزیف ډنفورډ زیاته کړې چې په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ هواری به په ۲۰۱۵ کال کې د دې هیواد د پوځ د بریالیتوب لپاره مهم وي.

جنرال جوزیف ډنفورډ د سېشنبې پر ورځ د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو قومانده بل امریکایي جنرال جان کمپبیل ته وسپارله.

هغه وویل چې د روان کال په پیل کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرام ښه روان وو خو په ټپه درېدلي سیاسي حالت پرې څه اغېز کړی دی.

جنرال جوزیف ډنفورډ زیاته کړه چې طالبانو له دې حالت څخه ګټه اخیستې او د هیواد په جنوب کې یې بریدونه زیات کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG