د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزۍ او ډاکټر عبدالله عبدالله د چارشنبې په ورځ بیا ملاقات وکړ.
دا له هغه وروسته وه چې پرون د چارشنبې پر ورځ د دواړو استازي د رایو پلټنو له بهیره ووتل.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډلې یو ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډیو ته وویل چې دواړو مشرانو د دوستۍ په فضا کې ملاقات وکړ او د انتخاباتو او ملي وحدت د حکومت پر مسلو یې خبرې وکړې خو څه نتیجه یې ونه وتله.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم ډلې ویاند فیض الله ذکي بیا وویل چې دواړو مشرانو ته د ملت پر وړاندي خپل مسولیتونه ښه مالوم دي.
ذکي وویل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزۍ او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ دا خبرې اترې تر ډېره حده د ملي وحدت حکومت پر څرنګوالي راټولې وې.
د ډاکټر عبدالله عبدالله عبدالله د ډلې استازي تېره ورځ د رایو پلټنو له بهیره ووتل او د ډاکټر اشرف غني احمدزي استازي بیا د ملګرو ملتونو په غوښتنه له دې بهیره وتلي دي.
اوس د رایو پلټنو بهیر ملګري ملتونه او د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیشن په خپله پرمخ وړي.