د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز کې ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي


د کندوز ولایت امنیتي مسوولان وايي چې په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني مشال راډیو ته وویل، چې دغه عملیات له څلورو ورځو راهیسې په یاده ولسوالۍ کې پيل شوي.

حسیني وویل، د یادې شوې ولسوالۍ اوسیدونکي چې د ناامنیو له امله بې ځایه شوي وې بیرته خپلو کورونوته ستانه شوي دي.

له بلې خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په تیروڅلورویشت ساعتونو کې په هلمند، وردګ، کندهار او پکتیکا ولایتونو کې د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.

د دغه وزارت له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د سرک د غاړو په ماین چاودنو کې د ملي اردو درې سرتیري هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG