د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماته ګوډه ډیموکراسي تر امريت ښه ده. جمالديني


د بلوچستان نېشنل ګوند مینګل ډلې ډاکتر جهانزیب جمالديني
د بلوچستان نېشنل ګوند مینګل ډلې ډاکتر جهانزیب جمالديني

د ډاکتر جهانزیب جمالديني په خبره له دې سره چې عمران خان د تورونو ملګري کوي، او سم دي، خو د هغه د احتجاج ملاتړ په هېڅ صورت نه کوي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مینګل ډلې یو مرکزي مشر ډاکتر جهانزیب جمالديني د چارشنبې په ماځيګر د کوټې په مطبوعاتي کلب کې په يوې خبري غونډه کې وویل، ددوي له ګوند سره په ټول بلوچستان کې د ۱۱ مۍ په ټول ټاکنو کې بېخي زیاته درغلي وشوه، او دده په خبره تر ۱۱ مۍ مخکې لا د ټول ټاکنو نتيجې برابري شوې وې.

ډاکتر جمالدیني وايي، له دې هر څه باوجود چې ددوي په صوبه کې ددې درغليو پر ضد احتجاجونه، خبري غونډې، جلسې او هړتالونه کړي، په اوسني سياسي کړکېچ کې د ډيموکراسۍ پلوي کوي. او زیاتوي، ماته ګوډه ډيموکراسي تر ښه امريت ډېره ښه ده.

؛ ماته ګوډه ډيموکراسي تر امريت ښه ده. او دا موږ ډېر په ښکاره وايو. لاکن که په رښتيا د دې هيواد واکمن د حقیقي ډيموکراسۍ پلويان دي، نو دوی به بیا د ډيموکراسۍ د لا پیاوړتیا لپاره قدمونه اخلي. او په دې کې به تر ټولو له مخه د غربي هيوادونو په څېر انتخابي اصلاحات راوړل وي. کوم نظام چې هلته نافذه دی. او د يوه بااختياره الیکشن کميشن جوړېدل دي یقيني کړي، چې ورسره به د بیا لپاره په ټول ټاکنو کې د درغلیو مخه ونيول شي؛.

د ډاکتر جهانزیب جمالديني په خبره له دې سره چې عمران خان د تورونو ملګري کوي، او سم دي، خو د هغه د احتجاج ملاتړ په هېڅ صورت نه کوي. جمالديني په دې خبري غونډه کې زیاته کړه که چېرې د پښتنو يا بلوڅو سیاستوالو ورته احتجاج په اسلام اباد کې کړی وای، نو مخکې به لا د غدارۍ او بهرنو ایجنټانو ټاپه پرې لګېدل شوې وه.

؛ د مرميو او قيدوبند ژوند او په خاصه توګه د غدارۍ الزامونه موږ د باچاخان، سردار عطاءالله مينګل، غوث بخش بزنجو او نواب اکبرخان بګټي له زمانې او سیاسته بیا تر اوسه اورو او زغمو يې. او که چېرې موږ همداسې احتجاج کړی وای، او سرې سیمې ته نه، بلکې که زرغونې سیمې ته تللي وای، نن به راته غدار ویل کېدل؛.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان په پلازمېنه «پایتخت» اسلام اباد کې د اګست له ۱۴ مې نېټې د طاهرالقادري او عمران خان په زرګونو پلويانو د نوازشریف د حکومت پر ضد احتجاج پېل کړی، او تر ننه دوام لري. د بلوچستان نيشنل ګوند مينګل ډلې او د صوبې ګڼو نورو سیاسي ګوندونو ددوي دا احتجاچ ناسم بللی او زیاتوي، ددې احتجاج تاوان به يواځې د نواز شریف حکومت ته نه، بلکې ډيموکراسۍ هم رسي.

XS
SM
MD
LG