د لاسرسي ځای

د خوست یوه مدني فعاله نعت بي بي عمري وايي، اصلاً په خوست کې يې داسې څوک نه دي لیدلي، چې خپل خور، لور او یا ښځې ته يې قانوني او شرعي حقوق ورکړي وي.

د خوست یو شمېر ښځې او د مدني ټولنې فعالان وايي، چې په پښتني سیمو په ځانګړي ډول لویه پکتیا کې ډیریو ښځو ته د میراث حقوق نه ورکول کیږي.

دوی وايي، هغه ښځې چې خاوند يې وفاتیږي او یا يې خاوند د ځانه بیلوي، د ډېرو ستونزو او احتیاجیو سره مخامخیږي، خو دا ډول ستونزې او کړاونه د هغو ښځو له پاره ډېر زیات وي، چې اولاد لري او د هغوی د نفقې او روزنې مسوولیت دوی ته متوجه وي.

د خوست یوه مدني فعاله نعت بي بي عمري وايي، اصلاً په خوست کې يې داسې څوک نه دي لیدلي، چې خپل خور، لور او یا ښځې ته يې قانوني او شرعي حقوق ورکړي وي.

میرمن نعت بي بي ښځو ته په میراث کې د حقونو د نه ورکولو له کبله ځینې پيښیدونکې ستونزې مشال راډیو ته داسې یادوي:

((دیني روایت دی، چې دوې خویندې په یوه ورور باندې حساب دي، په خوست کې زه د یوې ښځې نه هم نه یمه خبره چې د پلرګنۍ له طرفه په میراث کې حق ورکړل شوی دی، حتا واده شوې ښځې چې اولاد يې نه کیږي، د خسرګنۍ په میراث کې هم حق نه ورکول کیږي، دا ښځه ډېره کړیږي او دردیږي او بالاخره پلرګنۍ ته ولاړه شي، خو پلرګنۍ هم ورسره هغه چلند نه کوي، چې پخوا يې د کورنۍ یوه غړې بلله، نو حقوق يې نه دي ورکړل شوي.))

مدني فعاله نسرین احساني وايي، چې داسې ښځې يې لیدلي، چې کونډې شوي، د اولادونو د نفقې مسوولیت ورغاړې شوی، خو بیا هم د خاوند په میراث کې چا ورته حق نه دی ورکړی:

((ښځې اکثره وخت د مشکلاتو او خنډونو سره مخامخې دي، ځکه هغه حقوق چې ښځو ته د اسلام دین او د افغانستان اساسي قانون ورکړي، هغه دوی ته تراوسه نه دي ورکړل شوي، اول په خپلې کورنۍ پلار او ورور ورته حقوق نه دي ورکړي، بیا چې د خاوند کورته تللې ده، نو هلته هم د خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې ده، داسې ښځې دي، چې کونډې شوي دي، د ځان نه علاوه د اولادونو د نفقې پیټی يې هم اوچت کړی دی، نو هرو وخت ټکول شوي دي او د خپلو حقونو نه بې برخې پاتې شوي دي.))

د حقوقي چارو کارپوه امیربهیر وايي، چې ښځې د پلار او خاوند په میراث کې شرعي او قانوني حقوق لري او دوی کولای شي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره قضايي ادارو ته ورشي:

((که ښځه وغواړي، چې د خپل میراث د حق نه برخمنه شي، دې کولای شي، چې محاکمو ته مراجعه وکړي، محاکمو ته عریضه وکړي، نو محکمه مکلفه ده، چې پلار یا خاوند يې راوغواړي او دې ته ورڅخه خپل حق ورکړي.))

د نظر خاوند زاهدشاه انګار وايي، چې په پښتني سیمو کې اکثره ښځو ته په میراث کې حق نه ورکول کیږي، نوموړی په دې اړه د ټولنې د بیلابیلو قشرونو مسوولیتونه داسې په ګوته کوي:

((په پښتني سیمو کې او په لویه پکتیا کې چې څومره زه ګورم، دلته د شرعي احکامو مطابق ښځو ته میراث نه ورکول کیږي، دوی وايي، دا ستونزه په ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول ټوله لویه پکتیا کې ده، زه فکر کوم دې له پاره باید کرار، کرار دیني عالمان، قومي مشران، رسنۍ دې له پاره کار وکړي، تر څو کورنۍ، پلرونه، وروڼه او میړون دې ته اړباسي، چې ښځو ته خپل حق او میراث ورکړل شي.))

یاده دې وي، ښځې د اسلامي شریعت او په افغانستان کې د نافذو اساسي او مدني حقوقو له نظره د پلار او خاوند په میراث کې ټاکلي حقوق لري، خو په پښتني ټولنه کې اکثره کورنۍ دې ته نه حاضریږي، چې خپلې لور، خور یا میرمنې ته په میراث کې حقوق ورکړي، چې دا کار د یو شمېر ښځو د اقتصادي تنګستیا، اوږدې مجبورۍ او د ژوند په بهیر کې د ډېرو ستونزو او کړاونو لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG