د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهارکې نهه تنه وسله وال وژل شوي



د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمدضیا عبدالزي د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:


تيره ورځ له غرمې نه وروسته تر ماښامه پورې وسله والو طالبانو په پچيرواګام ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه کړی و چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي برید کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او تر شپږو زیات يې ټپیان شوي دی.


عبدالزی زیاتوي چې په دغه بريد کې يو تن سيمه ييز پولیس وژل شوی او پينځه تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه بريښنايي پيغام کې دعوه کړې چې د پچيرو اګام په نښته کې يې ۱۰ تنه سيمه ييز پوليس وژلي او ۱۹ تنه يې ټپيان کړي دي.
خو دولتي چارواکي د وسله والو طالبانو دعوه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG