د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سیاسي بحران د روپۍ ارزښت غورځولی


د قیصر بنګالي په خبره د ډالر په نرخ د زیاتوالي اغېز سمدست په عامو خلکو په ژوند نه پرېوځي، خو که دا نرخ همداسې اوچت پاتی شي نو له دې څخه عمومي ګراني راتللی شي.

کراچۍ: په تېرو پنځه ورځو کې د پاکستانۍ روپۍ په ارزښت کې له څلور فیصده کمي سره دا مهال د یوه امریکایي ډالر نرخ له یو سل او دوه روپو پورته شوی دی. کارپوهان وایي د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړیکې، د پاکستان دننه سیاسي حالات او د دې ترڅنګ رنګا رنګ اوازو د پاکستانۍ سیکې پر ارزښت زښته اغیز کړی دی.

په کراچۍ کې د پاکستان صرافانو اتحادیې مشر ملک بوستان مشال ریډیو ته وویل،

«کله چې په اسلام اباد کې احتجاجیان د دغه ښار ریډ زون ته ننوتل نو پر ورځ ډالر دوه روپۍ وخوت، له هغې راهیسې د ډالر نرخ مخ په زیاتیدو دی، څه موده وړاندې ډالر ۹۸ روپو ته راښکته شوی و، اوس یو ډالر د ۱۰۲ روپو څخه زیات نرخ لري او لا یې هم نرخ پر ځای نه دی ولاړ»

د ګل «دوشبنې» پر ورځ نړۍوال بانک له مرکزي او د سیند صوبې له حکومتونو سره د پرمختیایي پروژو لپاره څه باندې د ۶۶ کروړه ډالرو تړون لاسلیک کړ. خو د اقتصادي چارو کارپوهان وایي که په پاکستان کې اوسنۍ سیاسي فضا دوام ولري نو دغه مرستې هم د روپۍ ارزښت ټینګولو کې مرسته نشي کولی.

د اقتصادي چارو کار پوهه قېصر محمود په دې اړه وایي

«زما په خیال ددې مرستو اثر په اوس وخت کې د پاکستان پر اقتصاد یا د روپۍ د ارزښت لپاره ګټه نلري، ځکه چې نړیوال بانک چې کله پیسې ورکوي نو ټولې پر یو ځای نه وي بلکې د قسطونو په شکل کې وي او هغه هم د کار کېدنې عمل د ارزیابۍ کېدو وروسته ورکول کیږي»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه قیصر بنګالی وایي، د ډالر نرخ له زیاتیدو سره هغه شیان چې پاکستان یې له بهر هیوادونو اخلي، د دې نرخونه زیاتیږي. د هغه په وینا تېل پاکستان له بهرنیو منډیانو اخلي او د تیلو نرخ له زیاتیدو سره د ورځني استعمال د شیانو پر نرخ اثر پریوتلی شي.

»چې د کومو شیانو اخیستل زیات شي نو د دې نرخونه اوچتېږي، په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستو له وجې زیاتره کاروباریانو خپلې اثاثې ډالر ته اړولې دي او په دې توګه د ډالر اخیستل او نرخ زیات شوی دی»

د قیصر بنګالي په خبره د ډالر په نرخ د زیاتوالي اغېز سمدست په عامو خلکو په ژوند نه پرېوځي، خو که دا نرخ همداسې اوچت پاتی شي نو له دې څخه عمومي ګراني راتللی شي.

XS
SM
MD
LG