د لاسرسي ځای

ننګرهار: چاودنې اوه تنه ولسي وګړي ټپیان کړل



د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې نن (چارشنبه) شا وخوا لس بحې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خيالي کلا سيمه کې د سړکغاړې ماين چاودنې اووه تنه ولسي وګړي ټپیان کړل.


حضرت حسین مشر قیوال وايي، د چاودنې له ځاییه د ملي اردو موټر تېر شو، ورپسې زرنج رکشا تېریده، چې چاودنه پرې وشوه، په دې زرنج کې دوه میرمنې، څلور ماشومان او خپله د زرنج رکشا چلوونکی، ټول زخمیان شوي.

د سيمې اوسيدونکي وايي چې په چاودنه کې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG