د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په فراه ولايت کې له ملا امام څخه سر پرې کړ


د افغانستان په فراه ولايت کې وسله والو طالبانو د يو کلي ملا له حکومت سره د همکارۍ په تور حلال کړی دی. د ولايت وياند جاوېد افغان نن مشال راډيو ته وويل چې ملا فاروق نن (سېشنبه) په يو مسجد کې خلکو ته د سهار د لمانځه تر امامت ورکولو وروسته د طالبانو لخوا ونيول شو او په بالابلوک ولسوالۍ کې د يو مسجد سره نږدې حلال کړل شو.

طالبان په دې سيمه کې قوي حضور لري. په دې اړه تر اوسه د طالبانو لخوا په رسمي ډول څه نه دې ويل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG