د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرې اترې او نرمښت


عمران خان
عمران خان

د ليکنې تر مخه، د نواز شريف په موجودګۍ کې عدالتي کمېشن نشي کولی د هېواد په تېرو عامو انتخاباتو کې د شويو درغليو پلټنه په خپلواکه توګه وکړي.

له پاکستانه خپرېدونکې ډيلي ټايمز ورځپاڼې په خپله اداريه کې د پاکستان تحريک انصاف د مشر، عمران خان هغه غوښتنې يادې کړي چې نوموړي په اسلام اباد کې د پيل کړي حکومت ضد احتجاج په ترڅ کې د دې هېواد له وزيراعظم، نواز شريف څخه کړې دي.

په ليکنه کې د عمران خان دا خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، پرته د پاکستان د وزيراعظم له مستعفي کېدو، له حکومت سره بله کومه معامله او په ترڅ کې يې د حکومت ضد احتجاج ختمېدا امکان نه لري.

د ليکنې تر مخه، د نواز شريف په موجودګۍ کې عدالتي کمېشن نشي کولی د هېواد په تېرو عامو انتخاباتو کې د شويو درغليو پلټنه په خپلواکه توګه وکړي.

عمران خان دا وړانديز هم کړی چې نواز شريف دې د يوې مياشت لپاره په رخصتۍ ولاړ شي، او که په دې موده کې عدالتي کمېشن فيصله وکړه چې په انتخاباتو کې درغلۍ نه وې شوې، نو نوموړی دې خپله څوکۍ بېرته سمبال کړی.

خو د پاکستاني وزيراعظم ګوند، مسلم ليګ (ن) وايي چې د عمران خان دا غوښتنه چې نواز شريف دې استعفا وکړي، هېڅ د منلو وړ نه ده.

په ليکنه کې راغلي، د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کېدلای شي غير اييني نه وي، خو د موجوده سياسي بحران د له مينځه وړلو لپاره د لومړني شرط په توګه مخې ته راوړل يې ښايي غير دانشمندانه کار وي.

ليکنه کاږي، د پاکستان په پارليمان کې، پرته د عمران خان له ګونده، ټولې پارټۍ پر دې سره سلا دي چې د نوموړي غوښتنې غير جمهوري او غير اييني دي.

عمران خان چې په دې وروستيو کې د ځينو پاکستاني سياستوالو او د دې هېواد د ځينو ادارو يادونه په کومو الفاظو وکړه، دې کار يې د پاکستاني ولس تر مينځ د ده په محبوبيت کې کمی راوست.

ليکنه وايي، له موجوده سياسي بحرانه د پاکستان د وېستلو يوازينۍ لار دا ده چې حکومتي ګوند او د عمران خان هغه په خپلو کې خبرو ته سره کښېني.

په ليکنه کې پوښتنه شوې چې په داسې حال کې چې عمران خان له پاکستانيو طالبانو سره، چې د ليکنې تر مخه، نيږدې وه چې پاکستان يې له يوې بشپړې بربادۍ سره مخ کړی وای، د حکومت لخوا د خبرو پیلولو پلوي و، ولې خپله له هم هغه حکومت سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي؟

ليکنه زياتوي، دا اوس په عمران خان پورې اړه لري چې په خپل دريځ کې د نرمۍ په ښولو سره پاکستان له موجوده بحراني وضيعت څخه وباسي او پرېنږدي چې دا هېواد په اقتصادي توګه لا نور خراب شي.

XS
SM
MD
LG