د لاسرسي ځای

عمران خان او قادري پر نظام نیوکې کوي، خو د بدلون هېڅ کړنلار نه لري


عمران خان

عمران خان

لیکواله پوښتنه کوي، د پاکستان تحریک انصاف موخه څه ده؟ ایا دوی د خپل انقلاب له لارې د نواز شریف پر ځای عمران خان لوی مقام ته رسول غواړي او که څنګه؟

لیکوال او قانون پوه بابر ستار په مقاله کې لیکي، د انګرېزۍ ژبې نومیالي شاعر شیلې په خپل یوه نظم کې پر عدم تشدد ولاړ مقاومت ذکر کړی وو. په دې نظم کې د ولس د طاقت په وسیله په سوله ییزه توګه تاوتریخوالي او تشدد ته د ماتې کیسه شوې ده.

یوه بل لیکوال تورو د ملکي نافرمانۍ په نوم په یوه مضمون کې ښودلي دي چې خلک باید خپل شعور وکاروي او د ناانصافۍ او غلامۍ پر ضد پاڅي. د مهاتما ګاندي فلسفه تر څه حده له شیلې اخیستل شوې ده او ده له برتانیا د هند ازادۍ لپاره دا فلسفه وکاروله. نېلسن منډېلا چې د توکمیزې توپیرپالنې یا نسلي امتیاز پر ضد مبارزه کوله نو سزا ورته ورکړل شوه.

لیکوال بابر ستار وايي، د نړۍ د انقلابونو لکه د فرانسې، امریکا، چین او ایران انقلاب اصلي موخه د یو څو کسانو له ظلمه د ولس ازادول وو. همدا راز، د مارټن لوتر کېنګ تحریک ټولنه له نا انصافۍ خلاصول او د مساوات رامنځ ته کولو لپاره وو.

لیکواله پوښتنه کوي، د پاکستان تحریک انصاف موخه څه ده؟ ایا دوی د خپل انقلاب له لارې د نواز شریف پر ځای عمران خان لوی مقام ته رسول غواړي او که څنګه؟

په لیکنه کې راغلي، که د دې غورځنګ موخه دا وي چې د جمهوریت له لارې واکمني باید له شکونو بالاتره وي نو ښه خبره ده. خو که د دې احتجاجونو یوازینی مقصد دا وي چې د ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې درغلي ثابته کړل شي نو بیا دا کار ولس ته واک یا طاقت نه ورکوي بلکې له نواز شریفه د حکومت اخیستو او تحریک انصاف ته د سپارلو مانا لري.

لیکوال وايي، هغه وینا ګانې چې پر اصولو او مثالي حالاتو ولاړې وي د خلکو دننه تحریک پیدا کوي. خو که د ویناګانو موخه د شخصي ګټو لپاره هلې ځلې کول وي نو دا عمل د خندۍ کېږي. د مثال په ډول، د هند انا هزارې په دې کې بریالی شو چې سیاسي مشران د درغلۍ او اداري فساد په نوم قانون جوړولو ته وهڅوي. پر هزارې تنقید هم وشو چې لار یې ناجمهوري ده خو هغه ځکه بریالی شو چې د نظام له بهره یې بدلون راوستل غوښتل او واک یې نه غوښت. بلې خوا ته اروېند کېجریوال انتخابات وګټل خو بیا د ډیلي ولس رد کړ ځکه چې هغوی پوه شول چې نوموړی یوازې له بهره پر نظام تنقید کوي او د نظام دننه بدلون نشي راوستای.

بابر ستار کاږي، که د عوامي تحریک او تحریک انصاف احتجاجونه ته ولیدل شي نو پکې پرته له یو څو نویو څهرو نور ټول پخواني او ازمویل شوي سیاستوالان دي. لکه شېخ رشید، چودریان او د کر کورنۍ غړي. دا خلک ټول عمر د نظام برخه پاتې شوي دي، ایا دوی ریښتیا هم کولای شي چې د انقلاب لپاره کار وکړي؟

لیکوال وايي، عمران خان او طاهر القادري دواړه په ۲۰۰۱ز کال کې له پروېز مشرف سره ودرېدل او د دواړو دا هیله وه چې مشرف به ورته د وزیراعظمۍ څوکۍ وسپاري.

بابر ستار زیاتوي، خو اوس عمران خان له قادري سره ولاړ دی او دا نظام ناقانوني ګرځوي خو د دې نظام د بدلون لپاره هېڅ کړنلار نه لري.

طاهر القادري

طاهر القادري

XS
SM
MD
LG