د لاسرسي ځای

خېبر: افغانستان ته پر تېل وړونکي ټانکر برید، دوه تنه مړه


په خېبر ایجنسۍ کې وسله والو افغانستان ته پر تیل وړونکي یو ټانکر په برید کې دوه تنه وژلي دي.

د جمرود پوليټیکل چارواکو مشال راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن «دوشنبه» د خېبر ایجنسۍ په وزیر ډنډ سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پېښي پړه لا هېڅ یوې وسله والې ډلې تر دې دمه پر غاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وي چې د تیر زیارت پر ورځ هم د جمرود په سره کمر سیمه کې افغانستان ته پر تلونکو تېل وړونکو ټانکرو په برید کې دوه ډریوران وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG