د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلام اباد کې د عمران او قادري د روان غوبل ضد راوځو'


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کويټه کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې عمران خان او طاهرقادري په خپلو غیر آييني لارو فيډرېشن خرابول غواړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په اسلام اباد کې روان د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او د طاهرالقادري په مشرۍ د عوامي تحريک مظاهرې د حکومت خلاف نه بلکې د جمهوريت خلاف بللي.

نوموړي وويل، چې عمران خان او طاهر القادري په خپلو غیر آييني لارو په پاکستان کې فيډرېشن خرابول غواړي.

ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک ګوندونه د وزيراعظم نوازشريف د استعفا غوښتنه کوي او وايي چې د پروسږ کال په ټاکنو کې درغلۍ شوې وه نو ځکه د دې حکومت د دوام جواز نشته خو حکومت او نور سياسي ګوندونه دا مظاهرې د جمهوريت ضد بولي.

محمود خان اڅکزي زياته کړه چې دوی به په ټوله جنوبي پښتونخوا کې د جمهوريت او آيين په حق کې او د هغو قوتونو پر ضد لاريونونه او جلسې کوي چې له غیر آييني لارې د پارلیمان ماتولو هڅې کوي.

د محمود خان اڅکزي په خبره پاکستان نور د امریت او ګډوډۍ توان نه لري او که له غیر آييني لارې د پارليمان ماتولو هڅه وشوه نو دا به پاکستان د فيډريشن ماتولو هڅه وي.

هغه زياته کړه:

»زه په ايماندارۍ دا وايم، چې که خدای مه کړه دا فيډريشن وچيړل شو. بیا به د دې بیارغونه مشکله وي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يوه کارکن په توګه زه د دې آيين د دفاع لپاره ولاړ یم. دا جلا خبره ده چې له دې آيين سره زما پوره اختلاف دی او د انګرېز له وخته بیا تر اوسه پورې موږ ټول متصل له يوه بل سره اوسېږي. دې آيين موږ پښتنو ته تر اوسه پورې يوه صوبايي اسمبلۍ رانه کړه«

د اڅکزي په خبره آيين د کاغذ څو پاڼې دي، خو اهميت يې ځکه ډېر دی، چې له همدې لارې بېل بېل قامونه په پاکستاني ریاست کې اوسي.

هغه وويل:

»موږ به د پارلیمان او جمهوري نظام دفاع کوو. او د شل کروړه په رايو به د مسخرې کولو هېچا ته اجازت ورنه کړو»

محمود خان اڅکزي د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو خلکو په اړه هم خبري وکړي او ويې ويل چې دا د پاکستاني رياست بدبختي ده چې خلک له خپلو سیمو کډه کړي او بیا يې هېڅوک هم پوښتنه نه کوي.

هغه په دي اړه وويل:

» په دې ملک کې يوه نوې اصطلاح عامه شوې ده چې: تاسو ټول له خپلې سیمې ولاړ شئ خو بيا د دې هم درک نشته چې چېرته ولاړ شئ. بس خپل څاروي درسره يو سئ او خپل کورونه خالي کړئ. موږ ستاسو په کورونو کې غله لټوو»

محمود خان اڅکزي نن «یکشنبې ورځ» په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې که د پاکستان پوځ د عمران خان ترشا دی او که جاسوسي ادارې، دا يې له نوازشریف سره نه بلکې له دې ملک سره دښمني ده.

XS
SM
MD
LG