د پکتیا چارواکي وايي، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر یوې سرحدي پوستې د وسله والو مخالفینو په برید کې څه باندې شل تنه وسله وال وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخیل مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا سلو وسله والو نن (شنبه) سهار څلور بجې پر پوستې حمله وکړه.
د یو بل خبر له مخې، دفاع وزارت وايي په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په بیلابیلو تصفیوي عملیاتو کې پنځه ویشت وسله وال مخالفین وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي دغه عملیات په لغمان، لوګر، میدان وردګو، کندز او کابل ولایتونو کې شوي.
اعلامیه زیاتوي چې په همدې موده کې د ملي اردو پنځه سرتیري هم د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي.
اخوا د فاریاب چارواکي وايي، په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر ضد په عملیاتو کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي او دیارلس نور هم ټپیان دي.