د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو ځواکونو په بلوچستان کې د ۱۶ وسله والو وژلو ادعا کړې


د پاکستان ځواکونه
د پاکستان ځواکونه

د جمعې په ورځ د ملېشه ځواکونو په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پېښه تېر مازیګر د تربت په دشت سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ملېشه ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې.

کوټه : د پاکستان ملېشه ځواکونو ادعا کړېده چې دوی په بلوچستان کې لږ تر لږه شپاړس وسله وال وژلي دي.

د جمعې په ورځ په د ملېشه ځواکونو په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پېښه تېر مازیګر د تربت په دشت سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ملېشه ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا نښته هغه مهال وشوه چې ملېشه ځواکونو د استخباراتي مالوماتو پر اساس په دشت سیمه کې چڼیز عملیات کول.

ازادو سرچینو د پاکستانیو ځواکونو د دې ادعا پخلی نه دی کړی چې ګواکې روښتیا هم دوی دا شپاړس وسله وال وژلي دي او که نه.

بلخوا بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان ليبريشن فرنټ رسنيو ته په دې اړه ويلي دي چې په دې پېښه کې د دوی یو وسله وال وژل شوي او دوی هم پاکستانیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په بلوچستان کې یو شمېر بلوڅې وسله والې ډلې له اوږدې مودې راهسې د پاکستانیو ځواکونو پر ضد وسله والو مبارزه کوي او وخت ناوخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG