د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کندهار او بغلان امنيې قومندانان وستایل شو"


یو شمېر افغانانو هغه امنیتي چارواکي ستایلي دي چې د طالبانو د وژلو او قضایي سیستم ته يې د هغوي د نه سپارلو امر کړی دی.

یو شمېر افغانانو هغه امنیتي چارواکي ستایلي دي چې د طالبانو د وژلو او قضایي سیستم ته يې د هغوي د نه سپارلو امر کړی دی.

خو د یو شمېر ولایتونو د امنيي قومندانانو د دې اوامرو په اړه د بشري حقونو ډلو اندیښنه ښودلې ده.

د کندهار او بغلان ولایتونو د امنيي قومندانان هغه دوه افغان امنیتي چارواکي دي چې په ډاګه يې خپلو سرتیرو امرکړی چې طالبان محکمو ته ونه سپاري بلکې د جګړې په ډګر کې يې له منځه یوسي.

یو شمېر هغو افغانانو چې د طالبانو پر وړاندې د حکومت پر نرم دریځ انتقاد کوي، د جنرال عبد الرازق او جنرال امین الله امرخیل دا ګام ستایلی دی.

د بغلان د امنېي قومندان استدلال کوي چې د افغانستان قضايي سیستم فاسد دی او نیول شوي وسله وال په ناڅرګندو دلایلو بیرته خوشې کیږي او د جګړې ډګر ته ستنیږي.

د کندهار د امنيي قومندان جنرال رازق بیا بل افغان امنیتي مقام دی چې خپلو سرتیرو ته يې امر کړی چې طالبان ژوندي پرینږدي.

نوموړی هم وايي، طالبان د بډو په بدل کې د محکمو له خوا بیرته خوشې کیږي.

د بشري حقونو د څارنې په نړېوال سازمان کې د افغانستان د برخې پلټونکي پاتریشیا ګوسمن مشال رادیو ته وویل، د جګړې په ډګر کې د طالبانو وژنه کومه قانونه ستونزه نه لري خو کله چې ژوندی او ټپي نیول کیږي نو د نړېوالو قوانینو له مخې يې وژل منع دي.

نوموړې وايي، کومو امنیتي چارواکو چې دا امرونه ورکړي هغوي په خپله د زندانیانو په شکنجه او په غیر قانوني وژنو تورن دي:

″موږ یقیناً شواهد لرو چې ښيي دا قومندانان په غیر قانوني وژلو، شکنجواو په توقیف ځایونو کې د زندانیانو په وژلو کې لاس لري. اصلي ستونزه دا ده چې د دغو سرغړونو په مساله کې له دغو کسانو یو هم له قضايي تعقیب سره مخ شوی نه دی.″

د طالبانو د وژلو او محکمو ته د هغوي د نه سپارلو په اړه د کندهار او د بغلان د امنيي قومندانانو د وروستیو امرونو په باب جمهوري ریاست تراوسه په ښکاره څه نه دي ویلي.

خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي د دغو قومندانانو له غوښتنې سره موافق دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زلمی مجددي وايي، که له تروریستانو سره هغه شان چلند چې هغوی د افغان سرتیرو پر وړاندې کوي ونه شي نو روان وضیعت به لا پسې خراب شي.

XS
SM
MD
LG