د لاسرسي ځای

بلوچستان: پر پاکستانيو ملېشه ځواکونو برید، يو سرتېری مړ


د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې مسلم باغ ته څېرمه په مرغه فقیر زيي کې وسله والو پر پاکستاني ملیشه ځواکونو په برید کې يو سرتېری وژلی دی. له سیمې سرچينې وايي، د وسله والو او ملیشه و تر منځ نښته اوس هم روانه ده.

مرغه فقیرزيي له مسلم باغ ښاره جنوب لور ته د ۴۵ کیلومیتره په واټن پرته ده، چې پولې يې له افغانستان سره لګېږي.

په مسلم باغ کې د ملیشه ځواکونو يو سرتېري د نوم او ږغ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل، نامالومه وسله وال چې شمېر يې له اویا بیا تر اتیا پورې دی، په مرغه فقیرزيي سیمه کې يې د دوی پر يوه پوسته برید وکړ. او يو ناييک يې وروژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي. د دې سرتېري په خبره نښته اوس هم روانه ده.

دا لا نه ده جوته چې وسله وال څوک دي او د هغوی غاړې ته هم زیان رسېدلی دی که څنګه.

XS
SM
MD
LG