د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان پر سیاست د پوځ اغېز بیا زیات شو"


په اسلام اباد کې چې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک احتجاج کوونکي کله د پارلېمان مخې ته ورسېدل او ګواښ یې وکړ چې دوی به د وزیراعظم کور ته ننوځي نو تر دې وروسته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې پر حکومت او احتجاج کوونکو غږ وکړ چې د خبرو اترو له لارې دې مسلې هوارې کړي.

په اسلام اباد کې چې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک احتجاج کوونکي کله د پارلېمان مخې ته ورسېدل او ګواښ یې وکړ چې دوی به د وزیراعظم کور ته ننوځي نو تر دې وروسته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې پر حکومت او احتجاج کوونکو غږ وکړ چې د خبرو اترو له لارې دې مسلې هوارې کړي.

تر دې بیان وروسته عمران خان او طاهر القادري له حکومت سره خبرو ته سلا شول او خپلې غوښتنې یې اعلان کړې.

په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې پر مهال هم حکومتي وزیرانو او د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره لیدنې وکړې.

پوښتنه دا ده چې دا ټول صورتحال ایا پر پاکستاني سیاست د پوځ د اثر زیاتوالي ښکارندويي کوي او که نه پخوا هم پوځ دومره اثر درلود؟

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، د پاکستان پر سیاست د پوځ اثر کم شوی وو، خو اوس دې ټول صورتحال ته په کتو، پوځ اثر زیات کړی دی او جمهوریت کمزوری شوی دی:

((ګوره [په] دې اثر کې کمی راغلی وو، [تر] پروېز مشرف وروسته. خو اوس چې سیاسي [ګوندونو] کومه طریقه کار خپله کړه، له هغې سره زما په خیال، پوځ بیا [مرکزي ځای] ته راغی. کوم ځای چې له [پوځه] پاتې شوی وو، هغه [یې بیا ونیوه]. زما په خیال، په دې پوره صورتحال کې پوځ سرخرو [شو]، باقي سیاستدانان، سیاسي پارټۍ او جمهوري نظام کمزوری شو.))

پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، پوځ چې په سیاست کې بیا خپل مقام تر لاسه کړ نو دوی به اوس د پاکستان د بهرنیو چارو په تګلاره کې مهم رول ولري:

((زما په خیال چې پوځ واپس [په نظام] کې ځای ونیوه، نو پالیسۍ به هم دوی په خپل [واک] کې واخلي. [په خاصه توګه] منطقوي پالیسي، لکه له امریکا سره تعلقات دي، له هند سره، افغانستان سره. زما په خیال، دا ځای چې اوس پوځ ونیوه، نو دا [بیرته سیاستوالانو ته په ورکولو] کې به ډېره موده لګي، لکه [پخوا] چې ډېره موده [وروسته واک، اختیار ملکي حکومتونو اخیستی وو.))

خو د پوځ پر اثر زیاتېدو سربېره، د زیارت (یا پنجشنبې) پر ورځ قامي اسمبلۍ په یوه خوله د ایین د سرلوړۍ په حق، او د وزیراعظم نواز شریف د استعفا ضد قرارداد منظور کړ.

سیاستوال او د پاکستان د قانون پخوانی وزیر افتخار ګېلاني وايي، د قامي اسمبلۍ دا پرېکړه لیک به په سیاسي معاملو کې د پوځ د رول په مخنیوي کې کردار ولوبوي.

ګېلاني وايي، بله خبره دا هم ده چې د پخوا پرتله، دا ځل ولس د پوځ د واک تر لاسه کولو په حق کې نه دی:

((له ۱۹۵۸ز کال راهیسې چې مارشل لاګانې لګېدلې دي، نو [که وګورو] نو [لومړی] ولس په ټول ملک کې هنګامې او شور کوي او پوځ هغه وخت راځي چې پوه وي چې څه نا څه [ملاتړ] لري. دې تحریک (د عمران خان او قادري) ته بالکل ملاتړ حاصل نه شو. بې له اسلام اباده پرته، هېڅ ونشو. ورسره دغه خبره، دا قرارداد چې تاسو وایاست، یقیناً له دې سره به ډېر فرق پرېوځي.))

افتخار ګېلاني وايي، په پاکستان کې هر شریف کس غواړي چې دا حکومت باید په هر صورت کې خپل پاتې څلور کاله پوره کړي خو زیاتوي چې په دې ټول بهیر کې حکومت خپلې کمزورۍ هم وښودې.

XS
SM
MD
LG