د لاسرسي ځای

د عایشې صديقې په خبره، د پاکستان د اوسني سياسي بحران په ترڅ کې هڅه کيږي چې په دې هېواد کې د جمهوريت په اړه عمومي افکار تېر باسل شي.

په (دې ايکسپرېس ټريبيون) نومې پاکستانۍ ورځپاڼه کې د ليکوالې عايشې صديقې ليکنه خپره شوې ده. دا وايي، په پاکستان کې مو په دې تېرو لسو پينځلسو ورځو کې د اساسي قانون، د قانون د عملدارۍ، ښې حکومتدارۍ او جمهوريت بېلا بېلې معنې واورېدې.

د صديقې په خبره، د پاکستان د اوسني سياسي بحران په ترڅ کې هڅه کيږي چې په دې هېواد کې د جمهوريت په اړه عمومي افکار تېر باسل شي.

ليکنه کاږي، په پاکستان کې حکومت ضد احتجاج کوونکي، د دوی مشران او د دې هېواد ميډيا، ټول دا مهال لګيا دي نوې کيسې او مفکورې مخې ته راوړي.

موږ ته دا ويل کيږي چې د پاکستان او د اوسيدونکو يې د حالت ښه کېدو لپاره ضروري ده چې د عربو د پسرلي په څېر يو انقلاب په دې هېواد کې راشي.

هېڅوک د پاکستان تحريک انصاف او عوامي تحريک د دې حق چې د حکومت پر ضد احتجاج وکړي، مخالف نه دي. خو د دې مارشونو په ترڅ کې هڅه کيږي چې له خلکو هېر کړل شي چې دوی پر څه شي يقين ساتي او يا دا چې څه غلط دي او څه صحيح.

دا هم څوک نه وايي چې ګنې د هغه څه لپاره چې په پاکستان کې دا مهال پېښيږي، د دې هېواد حکومت ګرم و نه ګرځول شي.

خو دا قضاوت موږ څنګ کولای شو چې ګنې د حکومت راپرځولو لپاره له موږ سره د احتجاج هم دغه يوه لاره پاتې وه، کومه چې يادو دواړو ګوندونو خپله کړې ده.

په ليکنه کې راغلي، عمران خان دا دعوه کوي چې د خيبر پښتونخوا خلک پر ده مين دي، ځکه چې په تېرو انتخاباتو کې يې رای ورته ورکړې دي. خو د ليکنې تر مخه، له دوی څخه ډېری يې بيا وايي چې نوموړي هغه وعدې چې د انتخاباتي کمپاين پر مهال يې کړې وې، په دغه صوبه کې يې تر حکومت جوړېدو وروسته پوره نه کړې.

هغه ناکامۍ چې د خيبر پښتونخوا د اوسني حکومت په برخه راځي، پر پاکستاني تېلوېزيون چينلونو روانو بحثونو کې يې هېڅ يادونه نه کيږي.

او بله دا چې د عمران خان په ګوند کې له شاملو مخدومانو او جاګيردارانو ايا د پاکستان د غريب ولس لپاره د کار کولو تمه کېدای شي؟

ليکنه زياتوي، د پاکستاني حکومت پر ضد د ځينو سياسي ګوندونو پيل شوی احتجاج به نور هېڅ هم و نه کړي، خو بس دا چې په دې هېواد کې سياست کول ګران کړي او سختدريځه مذهبي ډلو ته موقع په لاس ورکړي چې خپله مفکوره پر خلکو په زور ومني.

XS
SM
MD
LG