د لاسرسي ځای

په خېبر پښتونخوا کې له وړاندې غټ تاجران له ډېرو ستونځو سره مخامخ دي او اوس د هوایي سفر ستونځې پکې پاتي نيمګړتيا هم پوره کړه.

د خېبر پښتونخوا تاجرانو او صنعت کارانو د پاکستان هوايي کرښې «پي ای اې» له لوري پر پېښور هوايي ډګر د ملک دننه او بهر د خپلو الوتنو شمېر کمولو باندې سختې نيوکې کړې دي او وايي چې د هوايي سفر ستونځو ورته تاوانونه اړولي دي چې نيغ په نيغه اغيز به يې د صوبې پر معيشت غورځي.

د پي ای اې وياند مسعود تاجور مشال ريډيو ته وويل چې دوی له تېرو څو ورځو راهیسې یې پېښور ته خپلې الوتنې کمې کړې دي خو د ده په خبره ډېر ژر به دغه کمی پوره کړي.

" د پېښور هوايي ډګر لپاره د سفري اسنتیاو ستونزه د الوتکو کمي له وجې راوستې خو موږ کوښښ کوو چې دغه ستونځه هواره کړو، موږ د نویو الوتکو پېرودلو «اخیستو» لپاره ټېنډرې هم ورکړې دي او د نویو الوتکو له اخیستلو سره سم به پېښور هوايي ډګر ته ځنډولې سفري اسانتياوې بيا پيل کړو"

د خېبر پښتونخوا سوداګرۍ او صنعتکارۍ خونې «چيمبر اف کامرس اينډ اندسټريز» مشر زاهد الله شينواری وايي، چې دوبۍ، ملایشيا او کويت ته دا وخت په اونۍ د پی ای اې یوازې یوه الوتکه سفر کوي او کراچې او لاهور ته تلونکې الوتکې ګرسره درولې دي چې له دې سره یې پر کاروبارونو بد اغيز پريوتۍ دی.

"د کاروبار د ضروروتونو پوره کولو لپاره موږ کراچې، لاهور او بهر ملکونو ته هم ځو ځکه چې بغير د سفر خو زموږ کاروبار نه کېږي او که پي ای اې وایي چې الوتکې یې لږ دي نو له اسلام اباده يې د الوتنو شمېر ولې سېوا کړی دی. هغه له پېښورتر کوټې تلونکې الوتکه یې دوه کاله وړانډې ودروله. دغه رنګ ډي ای خان او سکر ته تلونکې الوتکې يې هم له وخت سره سره ختم کړې دي نو که دا حال وي نو هوايي ډګر دې هم بند کړي"

نوموړې زياتوي چې په خېبر پښتونخوا کې له وړاندې غټ تاجران له ډېرو ستونځو سره مخامخ دي او اوس د هوایي سفر ستونځې پکې پاتي نيمګړتيا هم پوره کړه.

"دلته د امن و امان صورتحال خراب دی د لوډ شيډنګ مسئله ده، کلنګخواره او تېښتونکي هم په موږ پسې ګرځي دلته خو زموږ لپاره ډېر مشکلات جوړ شوي دي، اوس يې راته سفري ستونځي هم پيدا کړې نو په دې حالاتو کې خو موږ هلته کاروبار نه شو کولی يا خو دې دا د جنګ سيمه وګرځوي او خلکو ته دې ووايي چې له دې ځایه ووځي او یا دې ستونزې راته هوارې کړي"

د پي ای اې لخوا پېښور ته د الوتکو کمي عام ولس ته هم د هوايي سفر ستونزې راڅېرمه کړې دي چې اکثره يې د اسلام اباد هوايي ډګر څخه سفرونه کوي

XS
SM
MD
LG