د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: افغانستان ته پر تلونکو ټانکرو برید، دوه ډریوران ووژل شول


خیبر: افغانستان ته پر تلونکو ټانکرو برید، دوه ډریوران ووژل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

خیبر: پر ټانکرو په برید کې دوه ډریوران ووژل شول. ۲۱اګست ۲۰۱۴

مرستیال پولیټیکل ایجنټ روشن خان مسود مشال راډیو ته وویل، چې له برید وروسته امنیتي ځواکونه او خاصه درا د پیښې ځای ته له ورتلو سره سم یې لټون پېل کړ.

د خېبر اېجنسۍ انتظامي چارواکي وايي، چې د جمرود په سره کمر سیمه کې افغانستان ته پر تېل وړونکو ټانکرو د وسله والو په برید کې دوه ډرایوران وژل شوي او ټانکرې سوځول شوې دي.

شاهد خان اپریدي چې پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې مشال راډیو ته وویل چې، ناڅاپه وسلوالو پر ټانکرو ناتاره ‌‌ډزې وکړې، او له یوې لویې چاودنې پس اور ولګېدلو او د لوګي لوخړې بره ختلې. د ده په خبره نزدې کورونو ته یې د اور تودوښه رسېدلې. انتظامي چارواکو د اوبو ټینکر راوستلو او اور یې وواژه خو تېل ترې بهېدل.

او یو بل ځایي تن باچا وویل چې((زه ورته نیم ساعت پس راورسیدم، دلته تاسو ګورئ چې له دې ګاډو لوګي خیژي، او خاصه دار لارې خلاصوي))

پولیټیکل چارواکی وایي، چې، په دې ټینکرو لګیدلی اور یې اوس مړ کړی دی او د خېبر درې لویه لاره یې د هرډول تګ راتګ لپاره خلاصه کړې ده.

یاده دې وي چې د اور مړه کیدو وروسته ځایي خلکو له سوري شوو ټینکرو ګرم تیل هم یوړل او ویجاړو شوو ګاډو نه یې اوسپنې هم رابیلولې او له ځان سره یې وړلې، خو بیا وروسته خاصه دارو منعې کړل. د دغې پیښې پړه تر اوسه چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وي چې د تیرې سېشنبې په ورځ هم د جمرود په حوالدارۍ چوک سیمه کې افغانستان ته پر تلونکو سامان وړونکو کنټېنرو وسلوالو برید کړی وو چې دوه ډریوران پکې وژل شوي ول.

په دې تیره څه موده کې د خېبر درې پر لویه لاره د ناټو سپلایی په ګاډو باندې بریدونه کم شوی ول خو اوس دغه لړې یو ځل بیا تنده شوې،او په دې یوه اونې کې دغه ډول دا دویم برید دی.

XS
SM
MD
LG