د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځاځي میدان خلک بیارغونه او وړ ټولنیز خدمتونه غواړي


د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ مشران او اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې او بیا رغونې په برخو کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ مشران او اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې او بیا رغونې په برخو کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

یو شمېر سیمه والو مشال راډیو ته وویل، چې د دوی په ولسوالۍ د خلکو په همکارۍ امنیت ټینګ دی او د بیارغونې د کارونو له پاره په کې ښه شرایط برابر دي، خو بیا هم په دې سیمه کې د پام وړ کارونه، نه دي شوي او خلک يې د ژوند په هره برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په همدې حال کې د خوست ځايي چارواکي وايي، چې ځاځي میدان ولسوالۍ ته پاملرنه يې د کارونو په لومړیتوبونو کې ده او دوی هڅه کوي، چې په یاده سیمه کې د بیارغونې یو شمیر پروژې پلي کړي.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکې د ځايي ادارې او نورو مرسته کوونکو ادارو څخه غواړي، چې په یاده سیمه کې د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په برخو کې کارونو ته توجه زیاته کړي.

دوی وايي، ځاځي میدان د افغان حکومت له خوا د سولې د ولسوالۍ په نوم نومول شوې او خلک يې په ټولو برخو کې د حکومت سره همکاري لري، خو بیا هم لکه څرنګه چې ښايي دې سیمې ته پاملرنه نه ده شوې.

د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګډې د سیمې اوسیدونکی خان وزیر د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکیو ځنې مهمې غوښتنې داسې په ګوته کوي:

((زموږ د الګډې نه تر دڼیو پورې ډېر اوږد سړک پروت دی، مخکې يې پلچکونه درلودل، خو اوس يې پلچکونه ړنګ دي، سړکونه خام او کچه دي، یانې خلک په نږدې وخت کې خوست یا بل ځای ته نه شي رسیدلای، کلینکونو کې مو هم یو تن نارینه ډاکټر وي، خو ښځینه ډاکټره په کې نه وي، دوايي نه لرو، کلینیک مو یو ورځ خلاص وي او دوه ورځې بند وي.))

د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکی سیلاب نور اکاخېل وايي، چې د دوی ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې، خو د امتیازاتو څخه يې نه دي خبر او نه دوی ته په دې برخه کې کوم ځانګړي کارونه او پروژې ترسره شوي دي:

((څومره سوله چې په ځاځي میدان کې شته او د دې نظام د ټینګښت له پاره زموږ ولسوالۍ څومره قربانۍ ورکړي دي، هومره کار ورته چا نه دی کړی، بل دا چې ځاځي میدان د سولې ولسوالۍ په نوم نومول شوېده، خو هغه ځانګړي امتیازات نه دي ورکړل شوي او که ورکړل شوي وي، نو نه پوهیږو چې هغه به چا وړي وي.))

د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشر محمد حسین وايي، چې د ولسوالۍ د محکمې او څارنوالۍ چارې يې هم نیمګړي دي:

((موږ په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډېرې نیمګړتیاوې لرو، ځکه څارنوال نه لرو، قاضي نه لرو، که وي نو کار نه کوي، چې بیا کوم کار کوي نو خلکو ته مشکل جوړوي او خلک په نورو ستونزو کې ایساریږي.))

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون رئیس عارف الله پښتون مشال راډیو سره په خبرو کې د ځاځي میدان د خلکو اړتیاوې مني او زیاتوي، چې یو ځل بیا به د مشرانو جرګې په عمومي مجلس کې د دې خلکو غږ را اوچتوي:

((موږ هم په وار وار سره د مشرانو جرګې په عمومي مجلسونو کې دفاع کړېده او دا زموږ دنده ده، وظیفه مو ده او وجیبه مو ده، موږ به انشاالله یو ځل بیا د ځاځي میدان ولسوالۍ د خلکو غوښتنې په ټینګه هلته یادوو، تر څو دا خلک خپل حقه حقوق ترلاسه کړي، لکه څرنګه چې دوی خپل نظام ته وفاداره دي، باید زموږ دولت هم دوی ته لاس ورکړي.))

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د خوست سیمه ییزې ادارې د سیکا یا ثبات د برنامې یو شمېر پروژې ځاځي میدان ته ځانګړي کړي او هڅه کوي، چې په نورو برخو کې هم د خلکو یادو شویو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي:

((موږ د نورو ولسوالیو تر څنګ ځاځي میدان ولسوالي ته هم د بیا رغونې په برخه کې لازمه پاملرنه کړې ده، موږ د بیا رغونې په برخه کې د بنسټیزو پروژو د تطبیق له پاره خپل غږ تر نړیوالو مرستندویه ټولنو او د مرکزي حکومت تر سکټوري وزارتونو رسولی او زموږ دغه توجه به د دوی له پاره لا زیاتیږي، زموږ هلې ځلې جریان لري، چې دغه ولسوالۍ ته زیات شمېر د بیا رغونې پروژې راجلب او هلته يې په عملي ډول سره تطبیق کړو.))

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان په سویل ختیځ کې د ګڼ میشتو ولایتونو څخه دی، چې اوسیدونکو يې تل د ټولنیزو خدمتونو له لږوالي شکایت لري، خو ځايي اداره وايي، چې د سکټوري وزارتونو او مرستندویه موسسو څخه د پروژو او وړ خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنې کړي، خو هغوی پوره مرسته نه ده کړې

XS
SM
MD
LG