د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له پاکستان سره د خبرو لړۍ وشلوله


نوی ډیلی: د هند لومړی وزیر نرېندر مودي له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره روغبړ کوي. ۲۷م مې ۲۰۱۴
نوی ډیلی: د هند لومړی وزیر نرېندر مودي له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره روغبړ کوي. ۲۷م مې ۲۰۱۴

پاکستان په خپل ردعمل کې وویل چې د هند له دې پرېکړې د پاکستان له مشرتابه سره د اړیکو ښه کولو هڅو ته زیان رسېدلی.

په نوي ډيلي کې د پاکستان هايې کمشنر او کشميري مشرانو ترمينځ له لیدو پس هند له پاکستان سره په راتلونکې ٢٥ اګست د خارجه سيکرېټريانو په کچه د دوه اړخیزه خبرو اترو شلولو اعلان وکړ.

د هند بهرنو چارو وزارت وياند اکبر الدين تېره ورځ «دوشنبه» وویل، چې د پاکستاني کمیشنر له کشميري بيلتونپالو مشرانو سره ملاقات ځینې پوښتنې راپورته کړې او له دې د هند دننه چارو کې د لاسوهنې نښې ښکارې.

هغه دا هم وویل، چې د هند بهرنو چارو وزارت سیکرېترې سجاتا سنګ د پاکستان پر های کمیشنر په ډاګه کړې چې د هند کورنو چارو کې به د پاکستان لاسوهنه ونه زغمي.

بلخوا پاکستان په خپل ردعمل کې وویل چې د هند له دې پرېکړې د پاکستان له مشرتابه سره د اړیکو ښه کولو هڅو ته زیان رسېدلی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت جاري شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د هند له اړخه د دې فيصلې په اړه د پاکستان های کمشنر ته تېره ورځ اطلاع ورکړل شوې.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په خپله خبر پاڼه کې زياتوي چې پخوا هم تر خبرواترو مخکې د پاکستان سفير له کشميري مشرانو سره لیدلي او د دې مقصد د کشمير په مسله بامعنې خبرې کول وي.

د هند مطبوعاتو له مخې چې کانګرېس پر موجوده حکومت سخت تنقيد کړی او ويلې یې دي چې پاکستاني سفير ته له کشميري مشرانو سره د ملاقات اجازت ولې ورکړل شو.

د خبراترو شلولو په باب د هند پر اوسنۍ پرېکړې پخواني سفارتکار او د بهرنيو چارو کار پوه طيب صديقي مشال راډيو ته وویل، چې هند د پاکستان له اوسنیو حالاتو ګټه اوچتول غواړي.

،، هندوستان ته د دې خبرې احساس وشو چې دا وخت پاکستان تر سياسي ستونزو تېرېږي او پوځ يې په شمالي وزيرستان کې لګيا دې نو هم دا موقع ده چې پاکستان څومره په دباو کې راوستل شي هومره د هندوستان په حق کې به وي،،

دی وايي موږ ټولو ته معلومه ده چې د هند وزيراعظم د پاکستان په اړه څه رويه ده او څه خيالات لري،، هند د خبرواترو شلولو لپاره يو بې بنياده وجه ولټوله خو موږ ته پکار ده چې تر کومو خطرونو چې موږ تېرېږو د هغې لپاره د يوې کړنلارې ضرورت دی، که موږ هم دغسې د انقلاب او مارچونو خبرې کوو نو ظاهره ده چې هند به هم داسې رويه خپلوي، چې زموږ په ملکي مفاد کې نه ده،،

د دواړو ملکونو ترمينځه د خراب حالاتو په اثراتو د بهرنيو چارو يو بل کار پوه بيريسټر زاهد سعيد زياتوي ،، د دواړو ملکونو د خراب تعلقاتو اثرات به بد وي، اوس خو بيا هم پر کنټرول کرښه د ډزبندۍ معاهده شته، پکار خو دا ده چې دواړه ملکونه مذاکرات جاري وساتي. او د ملګرو ملتونو په چارټر کې دا سپا ليکل شوي دي چې که يو ملک بل ملک سره تنازعه لري نو هغې به د خبرو اترو له لارې دا هواروي، دا نړيواله ذمه واري ده،،

د ذکر ده روانه مياشت د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د هند وزيراعظم نرېندر مودي په يوه وینا کې پر پاکستان تور لګولی وو چې پاکستان د دوی تر انتظام لاندې علاقو کې د وسله والو ملاتړ کوي او پاکستان د روايتي جګړې زور نه لري نو ځکه یې د وسله والو په ملاتړ پټې جګړې ته مخه کړې.

XS
SM
MD
LG