د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د خپلواکۍ ۹۵مه کليزه ولمانځل شوه


د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د خپلواکۍ ۹۵ يمه کليزه په شاندارو مراسمو کې ونمانځل شوه.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د خپلواکۍ ۹۵ يمه کليزه په شاندارو مراسمو کې ونمانځل شوه. په دې موقع د ننګرهار چارواکو د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګيډۍ کيښودې او د عقيدت پيرزوينې يې وړاندې کړي.

د ننګرهار والي عطاالله لودين خلکو ته د مبارکي د پیغام تر څنګ له مرکزي دولت نه وغوښتل چې په ټول هيواد کې دې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو هدايات جاري کړي.

« دا غونډې بې اهميته نه ګڼل کيږي، دا غازي موږ ته د وحدت او يو والي پيغام راکوي، موږ ته د رورولۍ پيغام راکوي. موږ ته د اتحاد پيغام راکوي، موږ ته د استقلال او خپلواکۍ پيغام راکوي. دا زموږ شريکه خپلواکي ده. زموږ د مرکزي حکومت نه غوښتنه دا ده چې د دې خپلواکۍ د نمانځلو په اساس هدایات جاري کړي او دا په ټول افغانستان کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.»

د افغانستان په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومان بريد جنرال دادن لونګ په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ملي امنيتي ځواکونه اوس دا افتخار لري چې د هيواد استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا په ښه شان سره وساتي.

« لکه څنګه چې زموږ پلرونو او نيکونو ميړانه کړې وه، او په سرښندني يې موږ دا استقلال او خپلواکي ګټلې، زموږ ملي ځواکونه د هغو پلرونو او نيکونو اولاده ده. موږ به په خاص افغاني غیرت سره دغه استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا په کلکه دفاع کوو، اوس ستاسو ملي امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي.»

د خپلواکۍ د جشن په موقع ځينې خلکو نيوکه لرله چې د خپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان د مزار ګنده د نړيدو په حال کې ده خو دولت ورته پام نه اړوي. د پهلوان په نوم يو تن مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« په غازي امان الله خان باندې جشن کوۍ، هغه ګنبده يې جوړه کړئ، هغه باغ يې جوړ کړئ، مقبره يې جوړه کړئ، هغه جومات يې جوړ کړئ، چې يو ښه تاريخي ځای دی او ښه مثال ورکوي.»

د ننګرهار والي عطاالله لودین ژمنه وکړه چې په راتلونکي پروګرامونو کې به د غازي امان الله خان د مزار او ګنبد ترميم ته اوليت ورکوي.

« د قبر په رابطه که له يوې خوا د هغې هغه زميني برخه برابره او جوړه ده، اما پاس چت او برنۍ سطحه يې د تعمير ضرورت لري، انشاالله زه به په راتلونکي پروګرامونو کې د دې د ښه اعمار او ښه تعمير لپاره پروژې جوړې کړم او انشاالله تاسو به يې بل وار ته د دې جشن شاهد اوسئ که زه دلته موجود ومه. »

د ازادۍ په دې جشن کې د جلال اباد ښار اهل هنودو هم برخه اخيستې وه چې د غونډې ګډونوال يې د ډول او سرنا له ساز سره په ډانچو ونازول.

د يادولو ده چې غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمريز کال چې د ۱۹۱۹ ميلادي کال سره يې سمون خوړ له انګريزانو څخه خپلواکي تر لاسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG