د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: زده کوونکو د خپلواکۍ جشن ولمانځه


په خوست ولایت کې یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو په یوه غونډه کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۵ یمه کالیزه و نمانځله.

په خوست ولایت کې یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو په یوه غونډه کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۵ یمه کالیزه و نمانځله.

ویناوالو د هغو سرښندنو او قربانیو یادونه وکړه، چې پلرونو او نیکونو یې په دې لاره کې کړي دي.

په لمانځغونډه کې ویناوالو په دې انديښنه څرګنده کړه، چې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو ۹۵ کاله وروسته هم د دې هېواد خلک بې وزله پاتې شوي او په ناامنیو کې ژوند کوي.

په خوست کې د زده کوونکو او ښوونکو له خوا د خپلواکۍ د جشن په نمانځغونډه کې ویناوالو د خپلواکۍ په ارزښت او د هغه وخت د افغان ټولواک غازي امان الله خان په شخصیت او پیاوړو پلانونو خبرې وکړې.

دغه غونډه د سېشنبې پر ورځ د خوست ښار په غازي امان الله خان لیسه کی جوړه شوې وه .

د غونډی ګډونوالو ویل، سره له دې چې افغانانو په خپلو سرښندنو تل یرغلګر په شا کړي، خو ځینو کورنیو کړیو د پردیو په لمسون بیرته دا هیواد له ستونزو سره مخامخ کړی او د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

یوه ښوونکي بهادر وویل، چې د هغه وخت ټولواک امان الله خان د افغانستان د پرمختګ په خاطر د ګاونډویو او نورو ملګرو هېوادونو د مرستو د راجلبولو له پاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو بهرنیانو سره یو شمېر تړلو ډلو دی د دې ارمان پوره کولو ته پرې نښود:

((دا چې غازي امان الله خان یو پوهه، مترقي او عالم شخص وو، غوښتل يې چې افغانستان د نړۍ د مترقي او پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودروي، نو د هېواد د پرمختګ، ترقۍ، سوکالۍ، ابادۍ ، ښېرازۍ او سمسورتیا له پاره يې په زړه پورې پلانونه ترتیب او د تحقق او ترسره کولو له پاره يې اوچت ګامونه پورته کړل،ده د وطن د سمسورتیا په نیت د لومړي ځل له پاره له هېواده بهر اروپايي او اسیايي هېوادونو ته د سفر ملا وتړله، تر څو د ګاونډیو او نورو دوستو هېوادونو مرستې او کمکونه تر لاسه کړي او بالاخره افغانستان په پرمختللي هېواد بدل شي، خو داخلي او نړیوالې ارتجاع دې ارمان تر سره کیدو ته پرېنښوده.))

په همدې حال کې د غونډی یوه بل ګډونول نوراحمد وویل، چې امان الله خان د نورو هلو ځلو تر څنګ کوښښ وکړ، د هېواد د چټکې پرمختیا له پاره یو شمیر ځوانان د لوړو او مسلکي زده کړو په خاطر بهر ته ولیږي:

((غازي امان الله خان د نړۍ له ډېرو ملکونو سره سیاسي، اقتصادي روابط ټينګ کړل او د افغانستان زیات شمېر محصلان يې د زده کړې له پاره خارجي یا بهرنیو ملکونو ته واستول، تر څو افغانستان یو چټک پرمختګ وکړي، د هغو ملکونو په قطار کې ودریږي، چې هغه پر ځان بسیا دي او په خپلو پښو ولاړ دي.))

د ښوونځي یو زده کوونکي ارشاد الله وویل، چې ازادي په توره ګټل کیږي، خو باید ولسونه يې په تدبیر سره وساتي، ځکه خپلواکي د خلکو حق دی:

((ازادي په توره اخیستل کیږي او په پوهه او تدبیر ساتل کیږي، نو پر موږ لازمه ده چې د خپل هېواد ساتنه په پوهه او تدبیر سره وکړو، خپلواکي د یو هېواد د خلکو حق دی، خو دا حق باید په خپله ولسونه خپل کړي.))

د ولسي جرګې غړي میربت منګل هم په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو سره، سره لا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شوی دی:

((که چیرې خپل هېواد ځنو هېوادونو سره پرتله کړو، چې د افغانستان څخه يې وروسته ازادي اخیستې ده، دوی د تخنیک او کمپیوټر په بنیاد چلیږي، خو افغانستان د توپک، ټانک په شپیلۍ پر مخ ځي، افغانستان اوس هم د اتلسمې او نولسمې پیړۍ په مرحله کې قرار لري، حال دا چې د نړۍ ډېر بې وزله هېوادونه هم نن د کمپیوټر او تخنیک پر مټ ډېر پر مختګ کړی دی.))

د یادونې وړ ده چې د افغانستان خلکو په ۱۹۱۹زیږدیز کال کې د غازي امان الله خان په مشرۍ د هغه وخت د انګریزانو له حکومت څخه خپله بشپړه سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه، ولسمشر حامد کرزي هم د سه شنبې په ورځ په کابل کې د خپلواکۍ د کالیزې په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د افغانستان خپلواکي د دوی د پلرونو او نیکونو د قربانیو میراث دی او د افغانانو تر منځ ملي یووالی د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG