د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د تحريک انصاف ګوند دې له اسمبليانو د استعفا فيصله بیرته واخلي”


د پاکستان وفاقي حکومت له تحريک انصاف ګونده غوښتنه کړې چې له اسمبليانو د استعفا فيصله دې بیرته واخلي او د خپلو خلکو د رايو احترام دې وکړي.

پرون (دوشنبه) د پاکستان تحريک انصاف ګوند، وفاقي حکومت استعفا ته د مجبورولو لپاره له قامي، پنحاب او سند اسمبليوو د استعفا فيصله کړې خو لا يې استعفاوې نه دي ورکړي.

بلخوا د تحريک انصاف ګوند ويلي چې که حکومت يې غوښتنې ونه مني نو دوی به سرې سيمې (ريډ زون) ته ننوځي.

په دغه سیمه کې د وزيراعظم دفتر، پارليمنټ او د بهرنيوو هيوادونو سفارتونه دي چې د نورو سيمو په پرتله يې امنيت ډېر ټينګ ساتل کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG