د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د تشدد په پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي


په کراچۍ کې د پاکستاني پوځي عسکر
په کراچۍ کې د پاکستاني پوځي عسکر

د پاکستان په کراچۍ کې د تشدد په بېلا بېلو پېښو کې د مذهبي مشرانو په ګډون پنځه تنه وژل شوی دي.

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ کې د تشدد په بېلا بېلو پېښو کې د مذهبي مشرانو په ګډون پنځه تنه وژل شوی دي.

د پولیس چارواکو د دوشنبې په ورځ (نن) مشال راډیو ته وویل چې مولانا عبدالمنان او احمد معاویه د دوشنبې په شپه د ښار په ناظم اباد سېمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

د پولیس چارواکي زیاتوي چې دا وژل شوي دواړه کسان د سني مسلکه ګوند اهل سنت والجماعت ځایي مشران و.

د تشدد بله پېښه د دوشنبې په سهار د ښار په کټي پهاړي سیمه کې رامنځ ته شوېده چې دوه نور کسان په کې وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا په دې پېښه کې وژل شوي کسان بیا دواړه له شعیه مسلک سره اړه لري.

د دې تر څنګ د کراچۍ ښار له ختیځې برخې لانډي څخه د ژغورنې ادارې ً ایدهيً ته د یو نامالوم وژل شوي تن مړی په لاس ورغلی دی.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی او د نسل پر اساس د فعالو سیاسي ګوندونو تر څنګ یو شمېر مذهبي او فرقه ییزې ډلې هم په کې فعاله دي.

د کراچۍ په ښار کې له تېرو څو کلونو راهسې هدفي وژنو او نور تشدد په نورو پېښو کې په زرګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په دې ښار کې د تشدد او نورو غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره له تېرو څو میاشتو راهسې هدفي عملیات هم کوي.

د حکومت له خوا په دې عملیاتو کې تر ډېره حده د بریالیتوب ادعا کېږي خو په دې ښار کې بیا هم د تشدد لړۍ دوام لري.

XS
SM
MD
LG