د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې به ډېر ژر مهمې پرېکړې اعلان شي'


ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی
ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو د استازو په ګډون به د ملي یوالي په نامه ګډ کمیشن ډېر ژر یو شمېر مهمي پرېکړې اعلان کړي.

کابل: د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو د استازو په ګډون به د ملي یوالي په نامه ګډ کمیشن ډېر ژر یو شمېر مهمي پرېکړې اعلان کړي.

په دې اعلانېدونکو پرېکړو کې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو نتیجې او د نوي ولسمشرۍ د لوړې اخیستنې د مراسمو نېټه هم شامله وي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلو استازي دا وخت د راتلونکي حکومت په اړه په خبرو اترو بوخت دي.

د دواړو انتخاباتي ډلو استازي وايي چې له یوې موضوع [مورده] پرته پر نورو ټولو مسایلو د دوی خبرې ګټورې دي او نتیجې به یې ډېر ژر اعلان شي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله استازي له تېرو پنځو ورځو راهسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو د نتیجو ، د راتلونکي ولسمشر د لوړې د مراسمو د نېټې تر څنګ پر یو شمېر موضوعګانو خبرې اترې کوي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ویاند فضل الرحمن اوریا مشال راډیو ته وویل ″د ملي یووالي ګډ کمیشن به د درو اجنډاوو د پلي کولو لپاره کار کوي او د دې په څنګ کې به د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه او د نوي ولسمشر د سوګند د مراسمو نېټه هم وټاکيً.

فضل الرحمن اوریا زیاته کړه ، ً هیله من یو چې پر هغو نېټو به هم د ټاکنو وروستۍ نتیجې اعلان شي او هم د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر هم هغه نېټه ترسره کړي.″

د ډاکټر اشرف غني احمدزي انتخاباتي ډلې ً تحول او تداوم ً هم د خبرو د چټک پرمختګ په اړه خوشبین دی.

د دې ډلې غړي ګلاب منګل مشال راډیو ته وویل ً نن دوشنبې له ماسپښینه وروسته به د درې واړو کمیټيو کار په ګډه غونډه کې و ارزول شي او د کار نتایج به راټول شيً.

ګلاب منګل وویل ً زه امیدواریم چې تر ډېره حده پورې به د درې واړو کمیټو په کار کې د پام وړ پرمختګ موجود وي او که چېرې ځینې برخې پاتې شي د مشرانو په غونډه کې به هغو ته وروستی حل وموندل شيً.

د ملي یووالي په ګډ کمیشن کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلو شل – شل استازي په درو کمیټيو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG