د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی حکومت له عمران خان او طاهر القادري سره خبرې کوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري له تېرو درو ورځو راهسې د خپلو زرګونو پلویانو په ملتیا په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

اسلام اباد: د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره دوې کمېټۍ جوړوي.

د دې کمېټیو د جوړولو اعلان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د یکشنبې په ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري له تېرو درو ورځو راهسې د خپلو زرګونو پلویانو په ملتیا په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

چوهدري نثار علي خان وویل ً حکومت دې ته تیار دی چې د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان عوامي تحریک آيني او قانوني غوښتنې پوره کړي.ً

چوهدري نثار علي خان زیاته کړه چې په دې دوو کمېټیو کې به د ټولو ګوندونو د پارلمان غړي شامل وي.

پاکستاني حکومت د خبرو اترو لپاره د کمېټیو جوړولو اعلان له هغه وروسته وکړ چې عمران خان د یکشنبې په ماښام احتجاج کوونکو ته د وینا پر مهال له ټول ولسه وغوښتل چې د حکومت له منلو منکر شي.

عمران خان وویل ، دی غواړي چې ‌خلک د وزیراعظم نواز شریف تر لرې کېدو [سېول نافرماني] وکړي.

عمران خان زیاته کړه چې له سېول نافرمانۍ څخه د ده هدف دا دی چې ولس دي نه حکومت ته ټیکسونه ورکوي او نه دي هم د بجلۍ بلونه ادا کوي.

عمران خان د دې تر څنګ حکومت ته دوې ورځې وخت ورکړ چې د ده په وینا ، د پاکستان تحریک انصاف له غوښتنې سره سم استعفی ورکړي.

د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري هم حکومت ته د دوو ورځو وخت ورکړی وو چې په دوشنبه یانې نن شپه دولس بجې پای ته رسېږي.

طاهر القادري په پاکستان کې موجود جمهوري نظام نه مني او غوښتنه کوي چې حکومت دي استعفی وکړي او نوی ً ملي حکومت ً دي جوړ کړل شي.

د پاکستان په پارلمان کې زیاتره ګوندونو د عمران خان او طاهر القادري احتجاج رد کړی او له هغوی یې غوښتي چې خپلې مسلې د پارلمان له لارې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG