د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د پوليو په ضد درې ورځنی کمپاین پيل شو


په ننګرهار کې د پولیو ضد کمپاین
په ننګرهار کې د پولیو ضد کمپاین

د افغانستان د نورو ولايتونو په څير په خيتځه سيمه کې هم د پوليو د مخنيوي په غرض درې ورځينی کمپاين پیل شو

جلال اباد: د افغانستان د نورو ولايتونو په څير په خيتځه سيمه کې هم د پوليو د مخنيوي په غرض درې ورځينی کمپاين پیل شو. په دغه کمپين کې به په ختيځه سيمه کې شپږ نيم لکه ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي په خاطر دوه څاڅکې واکسين ورکول کيږي

د پوليو په ضد د واکيسنو دغه درې ورځينی کمپاين د يکشنبې يا اتوار په ورځ د ننګرهار د عامې روغتیا رياست له اړخه د پوهني رياست په مرسته پيل شو، چې په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې به تر شپږ نيم لکو پورې هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکسینو دوه څاڅکې ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پینځو کلونو کم وي.


د کمپاين پرانسته د ننګرهار د عامې روغتیا ريس ډاکټر نجیب الله کاموال يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو واکسينو په ورکولو سره وکړه، نوموړي خبريالانو ته وويل ً په دغه کمپاين کې به شپږ لکه او پنځوس زره هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم دی، د شپږ زره درې سوه تنو رضاکارانو له خوا د درې ورځو په جریان کې واکسين کيږي، زموږ پينځه لکه او ديرش زره ماشومان چې عمرونه يې له دوه کلونو تر پينځه کلونو پورې دي، د چينجیو په ضد تابلیت هم ورکول کيږي. موږ په افغانستان کې تر دې دمه هم دغه ويروس لرو. موږ له پاکستان سره يو ډير پراخ سرحد لرو او زموږ خلک پاکستان ته تګ راتګ هم ډیر کوي. موږ سږکال په ټول افغانستان کې اته واقعات لرو چې د دې اته واقعاتو نه پينځه په شرقي حوزه کې ديً.
د پوليو په ضد د واکيسنو د کمپاين په دې دوره کې د ننګرهار د پوهني رياست منسوبينو فعاله ونډه اخيستې ده، د پوهني رياست ویاند محمد اصف شینواري د ښوونځيو په استادانو او زده کوونکو غږ وکړ چې د واکسیناتورانو سره په کمپاین کې پوره مرسته وکړي.

نوموړي وويل ً د دې کمپاين د پرمخ بیوونکو په ډله کې تر ډیره د معارف کارکوونکي ونډه لري. ښوونکي دي، زده کوونکي دي، له دغو ښوونکي او زده کوونګو نه زموږ هيله دا ده چې خپله وظیفه په سمه توګه سر ته ورسوي، د دې نه موارا په ټولو زده کوونکو او ښوونکو غږ کوو چې د دې کمپاین کوونکو مرسته وکړي. د واکسین کوونکو لپاره د کار زمينه مساعده کړي، د دوي په وړاندې چې کوم خنډونه دي هغه له منځه يوسي. د معارف په استازيتوب د دې پروګرام چلوونکو ته ډاډ ورکوم چې معارف به تر بل هر چا د دې کمپاين کوونکو لپاره ښه خدمت کوونکي اوسېً.

يوه میرمن چې خپل ماشومان يې واکسین کولو ته راوستي وو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل ً نوم مې زرتاجه ده، جوی هفت کې مې کور دی، بی بي حوا ليسې ته مې ماشومان راوستي وو، واکسین مې کړل. زموږ په ټولو ميندو خویندو دا غږ دی چې خپل ماشومان واکسين کړي او د دغې ناعلاجه مرض نه ماشوم وژغوريً.


د د یادولو ده چې د ۲۰۱۴ کال له پیله تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو اته پيښې يا کیسونه ثبت شوي چې دوه يې په ننګرهار، دوه يې په لغمان او په کونړ، فراه، خوست او اروزګان ولایتو کې يوه يوه پيښه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG