د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش ډله په عراق او شام کې په ټولوژنه تورنه شوې


د اسلامي دولت په نامه وسله واله ډله په شام او عراق کې د سلګونو کسانو په وژلو تورنه شوي.

د شام د بشري حقونو يوې ادارې پرون ويلي چې دي ډلې په دوو هفتو کې د دي هيواد په مشرقي ولايت، ديار ايزور، کې د يوې قبيلې اوه سوه کسان وژلي.

همداراز عراقي چارواکي وایې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې په ننوه ضوبه کې شاوخوا اتیا کسان وژلې دي چې زیاتره د اقلیتي ډلې یزیدي فرقې سره تعلق لري.

د يو بل خبر ترمخه د کردي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالرحمان کوریني پرون وویل چې دوی د امریکايي جنګي الوتکو په مرسته د اسلامي دولت په قبضه کې د موصل بند مشرقي اړخ په خپل کنټرول کې اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG