د لاسرسي ځای

په کورمه کې نولس ورځنی احتجاج پای ته ورسېدی


په کورمه کې د يو ديني عالم شيخ اغا نواز عرفاني پلويانو د نولس ورځو راهيسې شروع کړی احتجاج ختم کړی.

دوی وايي حکومت يې غوښتنې منلي چې اغا نواز عرفاني به واپس کورمې ته ورتللو ته پريږدي اود هغه بندي ملګری به خوشي کيږي.

د رپورټونو تر مخه د احتجاج تر ختمېدو وروسته سکولونه، بازارونه او لارې بيا پرانيستل شوي.

د انجمن حسينيه يو غړی، ګلزار حسين نن مشال ريډيو ته وويل که حکومت خپلې دغه وعدې عملي نه کړي، دوی به بيا احتجاج شروع کړي.

XS
SM
MD
LG