د لاسرسي ځای

اسفندیارولي خان بیا د عوامي نشنل پارټۍ مشر شو


اسفندیار ولي خان

اسفندیار ولي خان

عوامي نشنل پارټۍ یو ځل بیا اسفندیار ولی خان خپل مشر ټاکلی دی. له نوموړي سره هیڅوک هم د ګوند د مشرۍ لپاره سیالۍ ته نه وو راوتلی.

پېښور: عوامي نشنل پارټۍ یو ځل بیا اسفندیار ولی خان خپل مشر ټاکلی دی. له نوموړي سره هیڅوک هم د ګوند د مشرۍ لپاره سیالۍ ته نه وو راوتلی.

د عوامي نشنل ګوند د مرکزي مشرانو ټاکلو لپاره ټاکنې د یکشنبې په ورځ د چارسدې په ولي باغ کې تر سره شوې دي.

د ټاکنو نتیجې ښي چې حاجي غلام احمد بلور د یاد ګوند مرکزي مرستیال مشر او میا افتخارحسېن مرکزي جنرل سیکریټري ټاکل شوی دی.

سنېټر زاهدخان ته دنده ورکړل شوېده چې د عوامي نشنل ګوند د ویاند په توګه کار وکړي.

د ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر دې مهال ویلي چې د دوی ګوند تل د جمهوریت لپاره کار او ملاتړ کړی دی.

اسفندیار ولي خان زیاته کړې چې دوی د عمران خان او طاهر القادري له خوا د وزیراعظم نوازشریف د استعفی او د اسمبلیو د ماتولو غوښتنې غیرآییني ګڼي.

نوموړي د خیبرپښتونخوا پر وزیراعلی پرویز خټک هم نیوکې کړې دي. هغه ویلي چې په پېښور کې د باران له کبله خلک مري او کورونه یې ورانېږي خو پرویز خټک په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

عوامي نشنل ګوند د تېر کال تر انتخاباتو وروسته خپلې ټولې ادارې ماتې کړې وې او له سره یې د تنظم جوړنې کار پیل کړی وو.

XS
SM
MD
LG