د لاسرسي ځای

احتجاجي لاريونونه پاکستان د بې ثباتۍ پر لور وړلای شي


که عمران خان پوی نه شو او هغه د نورو مشرانو خبرې وا نه ورېدې، او که د هغه اېجنډا د وزيراعظم د ليرې کولو او د هغه د استعفا ده نو بيا ګمان کوم چې دا مُلک به د عدم استحکام پر لور لاړ شي.

د تحريک انصاف او عوامي تحريک زرګونه کسان د مرکزي حکومت پر ضد د اوږده لاريون له لارې په اسلام آباد کې احتجاجي ناسته کوي او ځينې نور بيا د اسلام آباد پر لور روان دي. لاريون کوونکې د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ د وزيراعظم د استعفا او د حکومت ړنګېدو غوښتنه کوي. دا ډول لاريونونو د يو شمېر خلکو په زړونو کې اندېښنه پيدا کړې چې هسې نه د ۹۰مې لسيزې په شان منتخب حکومت له واکه ليرې کړل شي او پوځ مارشل لار ولګوي. په همدې اړه د سياسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي چې پوځ به هڅه کوي چې د مارشل لا لګولو پر ځای د ستونزې د هواري لپاره له بهره خپل اثر زيات استعمال کړي.

((په مستقيم ډول خو د مارشل لا يا پوځي حکومت امکانات کم دي. دا هغه وخت کېدای شي چې د دواړو سياسي ګوندونو له لاسه معاملې ووځي او تشدد زيات شي يا رياستي نظام مفلوج شي، نو په داسې حالاتو کې د پوځي مداخلت امکانات نشي رد کېدای. نو که سياسي قوتونه د ستونزو په هوارولو کې ناکامه کيږي نو بيا پوځ ته موقع په لاس ورځي او د پوځ هڅه به دا وي چې لومړی د سياسي او آييني لارې حل راوباسي او له بهره خپل اثر استعمال کړي. خو که هره چاره ناکامه شوه نو بيا به پوځ راځي، خو دا به اول انتخاب نه وي بلکې وروستی انتخاب به وي.))

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په لومړي سر کې د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې پر پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې د ټګۍ تور ولګاوی او پر ځينو انتخاباتي حلقو يې د بيا ټاکنو او رايو شمېرنې غوښتنه کول خو د اګست پر ۱۲مه نېټه يې د وزيراعظم نواز شريف لخوا په انتخاباتو د ټګۍ د جاج اخيستو لپاره د عدالتي کمېشن تر اعلان وروسته د هغه د استعفا او د يو نوي غېر سياسي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. دا چې د نوموړي غوښتنې څومره منطقي دي؟ په اسلام آباد کې د سياسي چارو کارپوه امتياز ګل يې په اړه وايي:

((داسې غوښتنې غېر منطقي هم دي او ګمان کوم چې غېر آييني هم دي ځکه چې تر کومه چې د څلورو يا لسو انتخاباتي حلقو دا ستونزه د الېکشن کميشن له لارې حل نه شي او هغه يې لاره را ونه باسي نو تر هغه وخته پورې خو نواز شريف وزيراعظم دی. که عمران خان پوی نه شو او هغه د نورو مشرانو خبرې وا نه ورېدې، او که د هغه اېجنډا د وزيراعظم د ليرې کولو او د هغه د استعفا ده نو بيا ګمان کوم چې دا مُلک به د عدم استحکام پر لور لاړ شي.))

بلخوا پروفېسر حسن عسکري وايي چې لاريونونه بې ثباتۍ ته لاره هواروي او دا ضروري نه ده چې ټولې ستونزې دې د دې لارې هواري شي.

((ښکاره خبره ده چې د لاريونونو له لارې ستونزې نه هواريږي خو دا ډول لاريونونه دا څرګندوي چې په رياستي يا سياسي نظام کې ځينې نيمګړتياوي شته چې لاريون کيږي. خو دا ضروري نه ده چې هغه ټولې ستونزې دې هواري شي چې له کبله يې لاريون شوی وي. ځينې وخت ځينې معاملې وشي خو ضروري نه ده چې د لاريونونو له لارې دې يو داسې جمهوري چوکاټ رامنځ ته شي چې د خلکو ټولې ستونزې هواري کړي.))

په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په ضد لاريون کيږي. د ۲۰۱۳م کال په جنوري مياشت کې د پيپلز ګوند د تېر مرکزي حکومت په ضد هم د طاهرالقادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحريک لاريون کړی و او په اسلام آباد کې يې د څو ورځو تر احتجاجي ناستې وروسته خپل احتجاج پای ته ورسوی. تر دې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې بيا وکيلانو او يو شمېر سياسي ګوندونو د نواز شريف په مشرۍ کې د پيپلز پارټۍ د حکومت پر ضد لاريون وکړی چې په ۲۰۰۷م کال کې يې د پوځي واکمن پروېز مشرف لخوا د معزوله شوي چيف جسټس افتخار محمد چودري او يو شمېر نورو ججانو د بحالۍ غوښتنه کول.

XS
SM
MD
LG