د لاسرسي ځای

عسکري: پاکستان کې پوځ سياسي قوتونه استعمالوي


د پاکستان تحريک انصاف ګوند بيرغونه (جنډې)

د پاکستان تحريک انصاف ګوند بيرغونه (جنډې)

کله چې عمران او قادري وليدل چې د پوځ او حکومت تر منځ هم ځيني ستونزې شته نو د پخوا په شان کله چې د پوځ او وفاقي حکومت تر منځ معاملات خراب شي نو بيا سياسي قوتونه هم پر حکومت فشار راولي، نو دلته هم دوی له دې خبرې ګټه واخيسته.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف او د مولانا طاهرالقادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحريک د پاکستان د مرکزي حکومت په ضد د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ یا لاریون کوي. عمران وايي، نواز شریف دې استعفا ورکړي او د هغه تر استعفا وروسته دې یو غیر سیاسي او غیر جانبداره حکومت جوړ کړل شي او طاهرالقادري بيا د موجوده سياسي نظام د رانسکورلو غوښتنه کوي. د دغو دواړو لاريونونو او پايلو په په اړه احمد شاه اعظمي په پاکستان کې د سياسي چارو له کارپوه پروفېسر حسن عسکري سره خبرې کړي او له هغه یې په لومړي سر کې پوښتنه کړې چې دا ډول لاريونونه به د پاکستان تر کومه حده د بې ثباتۍ پر لور بوځي؟

عسکري: ښکاره خبره ده چې د لاريونونو له لارې ستونزې نه هواريږي خو دا ډول لاريونونه دا څرګندوي چې په رياستي يا سياسي نظام کې ځينې نيمګړتياوي شته چې لاريون کيږي. خو دا ضروري نه ده چې هغه ټولې ستونزې دې هواري شي چې له کبله يې لاريون شوی وي. ځينې وخت ځينې معاملې وشي خو ضروري نه ده چې د لاريونونو له لارې دې يو داسې جمهوري چوکاټ رامنځ ته شي چې د خلکو ټولې ستونزې هواري کړي.

مشال راډيو: پروفېسر صاحب، ځينې داسې ګنګوسې دي چې کېدای شي حالات يو ځل بيا د ۹۰مې لسيزې په شان شي او پوځ مارشل لا ولګوي؟ ستاسو په فکر د دې څومره امکان شته؟

عسکري: په مستقيم ډول خو د مارشل لا يا پوځي حکومت امکانات کم دي. دا هغه وخت کېدای شي چې د دواړو سياسي ګوندونو له لاسه معاملې ووځي او تشدد زيات شي يا رياستي نظام مفلوج شي، نو په داسې حالاتو کې د پوځي مداخلت امکانات نشي رد کېدای. نو که سياسي قوتونه د ستونزو په هوارولو کې ناکامه کيږي نو بيا پوځ ته موقع په لاس ورځي او د پوځ هڅه به دا وي چې لومړی د سياسي او آييني لارې حل راوباسي او له بهره خپل اثر استعمال کړي. خو که هره چاره ناکامه شوه نو بيا به پوځ راځي، خو دا به اول انتخاب نه وي بلکې وروستی انتخاب به وي.

مشال راډيو: پروفېسر صاحب، ځينې کړۍ داسې ګمان کوي چې د عمران او قادري د لاريونونه تر شا پوځ او استخباراتي ادارې ولاړي دي او دوی غواړي چې پخوانی پوځي واکمن پروېر مشرف خوشي کړي او پر نواز شريف فشار راولي تر څو هغه د پوځ په خوښه خپلې پاليسۍ پرمخ يوسي. ستاسو په فکر آيا پوځ د حکومت ملاتړ کوي که دغو دوو ګوندونو تر شا ولاړ دی؟

عسکري: زه فکر نه کوم چې د پروېز مشرف د خوشي کولو لپاره دې دوه ګوندونه دومره لوی تحريک وچلوي خو دا ضرور کېدای شي چې دواړو ګوندونو له حکومته شکايت کاوه او کله چې دوی وليدل چې د پوځ او حکومت تر منځ هم ځيني ستونزې شته نو د پخوا په شان کله چې د پوځ او وفاقي حکومت تر منځ معاملات خراب شي نو بيا سياسي قوتونه هم پر حکومت فشار راولي. نو دلته هم دوی له دې خبرې ګټه واخيسته.

بلخوا پوځ يوه مسلکي اداره ده او د يوې خودمختارې ادارې په توګه همېشه يو سياسي رول لوبوي نو پوځ خو سياسي قوتونه استعمالوي خو په مستقله توګه له يوه واحد سياسي ګوند سره نه وي.

مشال راډيو: زما وروستۍ پوښتنه دا ده چې عمران وايي چې وزيراعظم دې استعفا ورکړي او په عين حال کې د یو غیر سیاسي او غیر جانبداره حکومت جوړونې په غوښتنه سره پارليمان ړنګول غواړي؟ ستاسو په فکر د هغه دا ډول غوښتنې څومره منطقي دي؟

عسکري: په سمدستي توګه د پارليمان په تحليل کولو يا ړنګولو سره د عمران ستونزه نه هواريږي. عمران وايي چې انتخاباتي نظام او انتخاباتي کمېشن خراب دي. نو که په سمدستي توګه پارليمان تحليل شي نو انتخابات به د زاړه نظام له لارې کيږي کوم چې عمران رد کړی دی. د دې اړتيا ليدل کيږي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېټۍ شته، هغه دې اصلاحات راولي او بيا دې عملي کړي. تر هغه وروسته به انتخابات د منلو وړ وي. داسې هم ويل کيږي چې کېدای شي د مسلم ليګ نواز ډلې په مشرۍ کې نوی حکومت جوړ شي په کوم کې چې به نواز شريف او شهباز شريف نه وي او بيا به دوی د اصلاحاتي کمېټۍ لخوا سپارل شوي اصلاحات عملي کوي او د را روان کال په پسرلي يا مني کې به له سره انتخابات وکړي. خو دا ټولې خبرې په هوا کې کيږي او تر اوسه يوې ځانګړې خوا ته شيان نه دې روان.

XS
SM
MD
LG