د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر : باړه کې چاودنې څلور وسلوال وژلي


د باړې پولیټیکل تحصیلدار خالد خان مشال ریډیو ته وویل چې، نن «د جمعې سهار» د خېبر اېجنسۍ په باړه سور ډنډ سیمه کې له باروتو ډک یو ګاډی کې چاودنه شوې چې د هغه په خبره څلور تنه وسلوال یې وژلي دي.

نوموړی وايي، چې د دغې پېښې پلټنې یې پیل کړې دي خو سمدستي پته نه لګېږي چې د دغې ګاډۍ هدف څوک وو او دغه وسلوال له کومې ډلې سره تړاو لري.

د خېبر اېجنسۍ په باړه تحصیل کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځي عملیات روان دي او په دې وروستیو کې دلته د امنیتی ځواکونو او وسلوالو ترمنځه کومې نښتې نه دي شوې، خو بازارونه او ځینې تعلیمي ادارې پکې اوس هم تړلې پرتې دي، او په زرګونه خلک یې بې کوره دي.

په خېبر اېجنسۍ کې د تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام، جېش اسامه، عبدالله عزام وسلوالې ډلې او حکومت پلوه وسلوالې ډلې انصارالاسلام، امر بالمعروف او توحیدالاسلام شتون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG