د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:پر پوځي هوايي اډو بریدونو کې ۱۲ بریدکوونکي ووژل شول


د بلوچستان په سرښار کوټه کې د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه پر دوو جلا جلا پوځي هوايي اډو په بریدونو کې ۱۲ بریدکوونکي وژل شوي، او اووه امنيتي سرتېري ژوبل شوي دي. امنيتي چارواکي وايي، بریدګر هوايي اډو ته تر ننوتو مخکې ووژل شوو. او هيڅ مالي زیان يې نه دی اړولی.

د دې برید پړه پاکستانیو طالبانو منلې ده.

امنيتي چارواکي وايي، شاوخوا لسو وسله والو لومړی د کوټې ښار شمال ختيځ لور ته په چاوڼۍ کې ځننه پر خالد نومي پوځي هوايي اډه برید وکړ، او تر هغه سمدستي وروسته يې د ښار جنوب لوېديځ لور ته پر سمنګلي پوځي هوايي اډه برید تر سره کړ. چارواکي زیاتوي، تر هغه وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته پېل شوو، چې سهار وختي د ۱۲ وسله والو په وژلو پای ته ورسېده. د بلوچستان د پولیسو مشر محمد عملیش د جمعې په سهار د سمنګلي هوايي اډې تر دورې وروسته له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، پنځه بریدکوونکي په خالد هوايي اډې او پنځه نور يې په سمنګلي هوايي اډې وژلي دي.

؛ پنځه وسله وال دلته وژل شوي، او پنځه پر خالد ايربېس... په خالد هوايي اډه باندې چې کوم پنځه مړي موږ تر لاسه کړي، په هغوي کې درې و بریدګرو په بدن پورې ځانمرګي واسکټونه تړلي وو، او کله چې ددې اندازه ورته ولګېده، چې بېرته ژوندي نه شو پاتېدلای، نو خپل ځانونه يې والوزول. او پاتې دوه بیا په ډزو ووژل شول. او همداسې دلته په سمنګلي هوايي اډې کې هم د پنځو بریدکوونکي مړي دي؛.

د پولیسو یاد مشر وویل، وژل شوي ټول وسله وال ځوانان دي، لويې څڼې او په مخونو یې ږيرې لري. خو دا يې ونه ویل، چې دا وسله وال څوک کېدلای شي. هلته د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل، وژل شوي ټول وسله وال بهرنيان دي او له څېرو ازبک ښکاري.

د بلوچستان د پولیسو مشر محمد عمليش زیاتوي، خالد هوايي اډې ته د شاله خوا وسله والو ازغن تار پرې کړی او ورننوتي دي. او همداسې د سمنګلي هوايي اډې شاته له يوې نالې څخه ځننه شوي دي.

د عملیش په خبره څلور امنيتي سرتېري يې پر سمنګلي هوايي اډې او په خالد هوايي اډه يې د پاکستاني پوځ اووه سرتېري ژوبل شوي دي.

؛ هلته پر خالد پوځي هوايي اډه اووه د پاکستاني پوځ سرتېري ژوبل شوي دي. چې يو کيپټن دی، يو لیفټيننټ او پنځه نور ژوبل شوي، خو ټول معمولي زخميان دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی؛.

په کوټه کې تردې بریدونو وروسته د کوټې نړیوال هوايي ډګر د هرقسم الوتکو پر مخ تړل شوی، او ټول شيډيول شوي پروازونه يې ځنډولي دي.

د کوټې پر دې دوو هوايي پوځي اډو د برید مسوولیت مشال راډيو ته غالب مسود په نامه يوه تن قبول کړی، چې ځان د پاکستاني طالبانو د خودکش څانګې مشر يادوي، او دا بریدونه يې د شمالي وزیرستان د عملیاتو عکس الامل بللي. د ویلو وړ ده چې په دې وروستيو کې د کراچۍ پر هوايي ډګر پاکستاني طالبانو برید کړی وو، چې تر هغه وروسته پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستانې طالبانو پر ضد د ضرب حزب په نامه عملیات پېل کړل چې تر ننه دوام لري.

XS
SM
MD
LG