د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران غوښتنې له اساسي قانون سره سمون نه خوري


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د مرکزي حکومت ضد د اسلام اباد لوري ته لانګ مارچ یا لاریون پیل کړی دی. دی وايي، نواز شریف دې استعفا ورکړي او د

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د مرکزي حکومت ضد د اسلام اباد لوري ته لانګ مارچ یا لاریون پیل کړی دی. دی وايي، نواز شریف دې استعفا ورکړي او د هغه تر استعفا وروسته دې یو غیر سیاسي او غیر جانبداره حکومت جوړ کړل شي. تر دې وړاندې عمران خان دا هم ويلي ول چې تېر کال چې په انتخاباتو کې په کومو ځایونو کې درغلي شوې ده هلته دې بیا انتخابات وکړل شي.

د پاکستان تحريک انصاف لخوا د وزيراعظم د استعفا غوښتنه تر هغه وروسته راغله کله چې نواز شريف د چارشنبې په شپه ملت ته د وينا پر مهال د عمران خان تورونه رد کړل او د ۲۰۱۳م کال په پارليماني انتخاباتو کې يې د درغليو د څېړلو لپاره د سپريم کورټ تر څارنې لاندې د يوه عدالتي کميشن د جوړولو اعلان وکړ خو عمران خان له نواز شريف څخه غوښتنه وکړه چې لومړى دې استعفا ورکړي او بيا دې په انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو څېړنې پيل شي. دا چې د دې نوي غوښتنې تر شاه څه عوامل دي؟ د پاکستان تحريک انصاف يو مشر او د خېبر پښتونخوا صوبايي وزير شاه فرمان وايي:

((د وزيراعظم د استعفا مطلب دا دی چې د وزيراعظم پر حکومت باندې زموږ اعتماد نشته. موږ دا يقيني کول غواړو چې داسې ماحول دې جوړ کړل شي چې حقيقت مخې ته راشي. له دې حکومت يا له دې وزيراعظمه دا توقع کول چې دی به ناست وي او موږ ته به انصاف ملاو شي يا عوام ته به انصاف ملاو شي، دا ناممکنه خبره ده.))

بلخوا د قانوني چارو کارپوهان د عمران خان غوښتنې د پاکستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼي. په پېښور کې د قانوني چارو کارپوه اکبر هوتي وايي چې نه يوازې د عمران لخوا د وزيراعظم نواز شريف د استعفا غوښتنه بلکې د هغه زياتره غوښتنې د پاکستان د دستور په ضد دي.

((که عمران له نواز شريفه د استعفا مطالبه کوي نو د هغه هم په آيين کې داسې نقطه نشته. په آيين کې راغلي که چيري بې ثباتي رامنځ ته کيږي نو هغه بيا که په قومي اسمبلۍ کې دننه يو چيف اېګزېکټيو يا وزيراعظم اهل نه وي او انتظاميه په صحيح توګه نه چلوي. نو د اپوزيشن سره دا اختيار شته چې د هغه په ضد عدم اعتماد تحريک وړاندې کړي.))

د وزيراعظم نواز شريف لخوا د عدالتي کمېشن د جوړولو تر اعلان وروسته عمران خان د وزيراعظم د استعفا تر څنګ د ټېکنوکرېټ حکومت جوړولو غوښتنه وکړه خو د ګوند مشر جاويد هاشمی له نوموړي سره اختلاف څرګند کړ او په لاريون کې يې د برخې نه اخيستو خبره وکړه. تر دې وروسته عمران خان د ټېکنوکرېټ پر ځای د غېرسياسي حکومت جوړولو خبره وکړه او جاويد هاشمی يې په لاريون کې ګډون کولو ته راضي کړ. د قانوني چارو کارپوه اکبر هوتي زياتوي چې که خبره يوازې د وزيراعظم د استعفا وي نو دا کار په پارليمان کې دننه کېدای شي او د اسمبلۍ ماتولو يا نوي حکومت رامنځ ته کولو پرته د پارليمان لخوا بل کس د وزيراعظم په حېث ټاکل کېدای شي.

((چې وزيراعظم استعفا ورکړي او هغه ووايي چې زه اهل نه يم او بل کس به زما د پارټۍ څخه جوړيږي نو دا په پارليمان کې دننه تبديلي ده او د پارليمان دننه تبديلي کې بيا پر نورو سياسي ګوندونو اثرات نه کيږي. د پارليمان په ماتولو او د وزيراعظم په استعفا کې فرق دی. اوس زه نه پوهېږم چې عمران خان څه غواړي؟ آيا هغه د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کوي که د اسمبلۍ ماتېدل غواړي. که قومي اسمبلۍ ماتيږي نو دا به ډېره ناوړه خبره وي.))

د تحريک انصاف پرته د پاکستان زياتره سياسي ګوندونه د مرکزي حکومت د دريځ ملاتړ کوي او په هيواد کې يې د جمهوريت د پياوړتيا او د آيين د برلاسي غږ کړی دی. که څه هم مرکزي حکومت په لومړي سر کې اسلام آباد ته تلونکې ټولې لارې په کنټېنرونو بندې کړي وې تر څو د لاريون کوونکو مخه ونيسي خو د لاهور های کورټ تر امر وروسته يې يو شمېر لارې پرانستلې. ياد عدالت د لارو د کنټېنرونو ليري کولو سربېره دا هم ويلي چې دعمران غوښتنې د پاکستان له آيين سره سمون نه خوري.

XS
SM
MD
LG