د ننګرهار ولايت مطبوعاتي ویاند احمدضیا عبدالزي مشال راډيو ته وويل:
د پنجشنبې په ورځ مازيګر شاوخوا پينځه نيمې بجې د جلال اباد ښار د لغمان زړې اډې ته ته څیرمه د ټرافيکو غرفې ته نيږدې، بمې چاودنه رامنځته شوه چې له امله يې يو پوليس، يو ټرافیک پوليس او يو تن عام وګړی ټپیان شول.
د يادولو ده چې د پنجشنبې ورځ سهار شا وخوا نهه بجې د جلال اباد ښار چهل متره سرک باندې د پوليسو په رنجر موټر بمي چاودنه رامنڅته شوې وه، چې له امله يې دوه تنه پوليس او دوه تنه عام وګړي وژل شوي ول.