د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ کې عمليات پای ته ورسیدل


د ننګرهار چارواکي وايي چې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې چې د شېرزادو ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو په خلاف د پلټنې عملیات پيل کړي وو، د چارشنبې پر ورځ پای ته رسیدلي، چې په کې ۱۴۵ تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې چې د شيرزادو ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو په خلاف د پلټنې عملیات پيل کړي وو، د چارشنبې پر ورځ پای ته رسیدلي، چې په کې ۱۴۵ تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ګډو امنیتی ځواکونو د پنجشنبې يا زیارت په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل،چې د شيرزادو ولسوالي يې په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال دادن لونګ وویل،چې د شېرزاد ولسوالۍ په یادو عملياتو کې،چې تر یوې اونۍ يې دوام وکړ څه باندې دوه سوه وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړی وايي:

« د دې عملياتو په جریان کې د دښمن ۱۴۵ وسله وال کسان د وسلو او تهجیزاتو سره له منځه ولاړ شول، ووژل شول، ۵۹ تنه د دښمن ټپیان شول. د دښمنه ساحې فعلاٌ پاکې دي، خلکو له موږ څخه ملاتړ وکړ، د عملياتو په جريان کې، د الله په نصرت سره د خلکو په ملاتړ سره دا علميات ډېر کامياب تر سره شول.»

نوموړی وايي په مړو او ژوبل شویو کسانو کې اته دیرش تنه بهرني وسله وال هم موجود و، چې تورنقابونه يې مخ ته اچولې وو:

« په دغه وژل شويو کسانو کې چې ۱۴۵ ما وويلې، ۳۸ نفره پاکستانيان دي، چې د دې جملې نه ۲۳ تنه پاکستانيان وژل شوي دي، ۱۵ يې زخميان وي، د وژل شويو تورې جرابې په سر وې.»

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وویل، له تصفیه وروسته دوی په یاده ولسوالۍ کې شاوخوا سل تنه محلي پولیس هم ځای پرځای کړل:

« ۱۰۰ تنه محلي پوليس چې د کورنيو چارو د وزير له خوا منظور شوي وو، هغه مو په مهمو او چيرته چې لازم وو، هلته مو ځای په ځای کړل. د ملي پوليسو وړتیا مو لوړه کړه، د هغوی لوژیستيکي تهجیزاتو ته مو پوره پاملرنه وکړه. خلکو موږ ته وعده راکړه چې انشاالله موږ به د خپلو امنيتي ځواکونو سره په ګډه کار کوو، تر څو شیرزادو ولسوالۍ تر دې هم امن شي، او ښه حکومتداري هم رامنځته شي.»

افغان امنيتي چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې يوازې څلور تنه د ملي اردو سرتيري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG