د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ولسمشر په فرمان بنديان خوشي شول


د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي د ۶۲ ګڼې فرمان پر اساس د ننګرهار له زندانه د جنايي جرمونو يو شمير بنديان ازاد کړل شول

د ننګرهار له زندانه ۲۸ تنه په جنايي جرمونو ښکيل بنديان د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ۶۲مې ګڼې فرمان پر اساس له بنده ازاد کړل شول.

د ننګرهار د زندان مشر عبدالولي حصارک د بنديانو د خوشي کيدو پر مهال خبريالانو ته وويل:

« د دې فرمان له مخې ۲۸ تنه بنديان خوشي کېږي. تر يوه کاله بندي بې له قيد او شرطه خوشې کېږي، تر پينځو کلونو نيمايي قيد چې چا پوره کړی و، هغه خوشې شول. او هغه بنديان چې په لس کاله بند محکوم شوي وو او د بند دویمه برخه يې تېره کړې وه، هغه خوشې شول. دا ټول جنايي بنديان دي او تر پنځوسو زیاتو بنديانو ته مو سزا ورلنډه کړه او دا کار جريان لري»

له بنده ازاد کړل شوي ځوانان خوشاله ول چې له بنده خوشي کېږي، دوه تنه خوشې شوو يې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« زما نوم جاوید معروف دی د حصارک ولسوالۍ یم. جرم مې نشيي توکي و. زه خپله هم پس له دې د حکومت خلاف کار نه کوم او نورو ته مې هم دا پيغام دی چې د حکومت خلاف کار ونه کړي او خپل وطن ته خدمت وکړي.»

« نوم مې عبدالوارث دی، جرم مې غلا وه، بندي شوم، درې کاله او درې مياشتې يې قید راته راکړی و. پينځلس مياشتې مې په کې تېر کړل او نور یې وبښلم. او نور بايد دا غلط کارونه له موږه ونشي.»

د ننګرهار زندان چارواکي وايي، چې له دوی سره په زندان کې څه باندې پينځلس سوه بنديان دي چې ۸۵۰ تنه يې سياسي دي او پاتې يې په بیلا بیلو جنايي جرمونو محاکمه شوي دي.

XS
SM
MD
LG