د لغمان ولايت مطبوعاتي وياند سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل:
نن ( پنجشبنه) سهار شاوخوا پينځه بجې د دغه ولايت د بادپښ ولسوالۍ اړوند د تور راغه په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په موټر د سرک د غاړې بمي چاودنه رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.