د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ځواکونه د ناټو او امریکا پر مختللې وسلې کارولی شي'


د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونه د هغو هوایي او مځکنيو پوځي سامانونو د استعمال وړتیا لري چې ناټو او امریکا ورکړي دي.

تر دې وړاندي یو شمیر بهرنیو پوځي څارونکو په یو رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې اداري فساد ، د سواد کچې ټیټوالی او د ماهرو کارکوونکو د شتون په برخه کې ستونزي د دې لامل شوي چې افغان پوځي ځواکونه د پوځي سامانونو او الوتکو د ساتني او بدلون وړتیا ونلري .

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چارشنبې په ورځ ناوخته په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

( زه فکر کوم هرډول سامانونه چې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي دي، موږ یې د کارولو وړتیا لرو ، که هغه ډیر پرمختللي وسایل وي ، له هغو کسانو کار اخلو چې لوړې زده کړي ولري او یا لږ تر لږه دولسم ټولګی یې ویلی وي )

جنرال عظمیي وویل چې ناټو او امریکا هرکله چې وسلې او یا نور مځکني او هوایې پوځي سامانونه افغان ځواکونو ته ورکړي له هغه سره یې افغان کارکوونکو ته لازمي زده کړې هم ورکړي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG