د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران او قادري لاریونونه د اسلام اباد پر لور خوځېږي


د پاکستان دوه ګوندونه د حکومت پر ضد نن له لاهوره د اسلام اباد پر لور لاریون کوي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري اعلان کړی چې د دې احتجاج په وسیله به د پاکستان مرکزي حکومت چپه کوي.

عمران خان د مسلم لیګ نون د مشر وزیراعظم نواز شریف پر حکومت تور لګوي چې په تېرو انتخاباتو کې یې درغلۍ کړې وې. طاهرالقادري بیا وايي چې دی په ملک کې د نظام بدلولو لپاره انقلاب راولي.

عمران خان او طاهرالقادري پر دې سربېره احتجاج کوي چې نوازشریف د دې تورونو د پلټلو لپاره د چارشنبې په ورځ د سپریم کورټ د درې کسیزې جرګګۍ اعلان وکړ.

بل پلو حکومت اسلام اباد ته د لاریون د مخنیوي په خاطر هلته تلونکې ټولې لارې تړلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG