د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډېری پاکستانیان جنرال مشرف او مولانا قادري نه خوښوي'


دا سروې وايي چې دوه اويا فيصده پاکستانيانو تر ټولو ناخوښه مشر د عوامي تحريک او منهاج القران ادارې مشر ډاکټر طاهر القادري ګرځولی دی. د دې تر څنګ پخوانی پوځي مشر پرويز مشرف هم د ناخوښه رهبرانو په نوملړ کې دی.

په پاکستان کې د قانون واکمني او پارليماني ادارو شفافيت لپاره غير سرکاري اداره پلډات په خپله يو سروې کې وايي چې اووه شپيته فيصده پاکستانيان د خپل ملک لپاره منتخب جمهوري حکومت خوښوي او نولس فيصده ولس د پوځي حکومت حمايت کوي.

د ولس په رايو مشتمله دا سروې چې تېره ورځ «نهې» جاري شويده وايي درې شپيته فيصده ولس د ٢٠١٣ م کال يولسم مې ټولټاکنې شفافه ګرځولې دې او اووه دېرش فيصده خلکو په الېکشن کې د ټګو برګو خبره کړې ده.

د دې سروې مطابق د خوښې په لحاظ د پنجاب وزيراعلى شهباز شريف په وړومبي نمبر ، وزيراعظم نواز شريف په دويم او عمران خان په دريم نمبر دی.

دا سروې وايي چې دوه اويا فيصده پاکستانيانو د ټولو نا خوښه مشر د عوامي تحريک او منهاج القران ادارې مشر ډاکټر طاهر القادري ګرځولی دی.

د دې تر څنګ پخوانی پوځي مشر پرويز مشرف هم د نا خوښه رهبرانو په نوملړ کې دی.

دا سروې زياتوي چې د ملک پنځه اتيا فيصده ولس په الېکشن کميشن کې د اصلاح ضرورت محسوسوي او دوه پنځوس فيصده خلکو د عدم اعتماد او څلور څلوېښت فيصده خلکو تر څه حده په اليکشن کميشن باور ښودلی.

د دې سروې په اړه د پلډاټ مشر احمد بلال محبوب مشال راډيو ته وويل چې دا په اصل کې د حکومت د سلو ورځو کارکردګې په اړه وو چې د جون په مياشت کې راتلل پکار وو خو د روژې مياشتې او اختر له وجې یې وخت واخیست.

د ده په وينا چې د دې په تسلسل کې نورې سروې ګانې هم راروانې دي.

ده خپلو خبرو کې وويل چې ،،په بنيادي توګه دا د دې سروې وړومبې برخه ده چې موږ جاري کړه. په راروانو ورځو کې نور هم داسې څيزونه دي چې هغه شريکوو کوم چې د جمهوريت او حکمراني په اړه وي. دا به ګورو چې خلک د دې مختلفو اړخونو په اړه څه سوچ لري او صوبايي حکومتونو کارکردګي په اړه ولس څه رایې لري،،

د دې سروې طريقې په اړه د پلډاټ مشر زياتوي چې دوی دا سروې د تحقيقاتي ادارې ګيلپ پاکستان سره په ساينسي مرستو کړېده.

،،د ابادۍ په تناسب لکه د پنجاب ابادي شپږ پنځوست فيصده ده نو په دې سروې کې هم له دومره فيصدي خلکو رایې اخيستل شوې دي نو د هرې صوبې د ابادۍ په تناسب د خلکو رایې اخيستل شوې دي. دا سروې پر ساينسي بنيادونو شوې ده او د هرې صوبې خلکو سره نيغ په نيغه خبرې شوېدې. په دې کې د غلطۍ له درو تر پنځو فيصده پورې ګنجايش وي.

د پلډاټ دا سروې په غونډ ملک کې د تيرې مياشتې له شپږويشتم تاريخه د روانې مياشتې تر شپږم اګسته شوې ده چې پکې د پلډاټ پنځلس ډلو د غونډ ملک له درې زره پنځه شپيته خلکو سره نيغ په نيغه مرکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG