د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ د نړۍوالو سختدریځو غوندې دی


پاکستان د پښتنو په هکله له برتانيیا څخه ډېرې متعصبې مفکورې اخيستې دي او د پاکستاني ټولنې لوړپوړو وګړو ته د فرنټير کور د جنګياليو په شمول، د پښتنو ژوند هېڅ مانا نلري. هغوی د پاکستان د دولت لپاره هغومره مهم نه دي لکه پنجابيان.

«د پاکستاني پوځ د جګړې لار» دا هغه کتاب دی چې امریکایۍ لیکوالې کریسټن فیېر تازه خپور کړی دی.کریسټن فیېر د امریکا په جیورج ټاون پوهنتون کې د امنیتي زده کړو استاده ده. دې پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتو له ادارې سره کار کاوه او په امنیتي برخه کې یې یو شمیر نورې لیکنې هم چاپ شوې دي.

له کریسټن فیېر سره د ازادۍ راډیو همکارې ملالۍ بشیر مرکه کړې ده.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ستاسو نوی کتاب «د پاکستاني پوځ د جګړې لار» نومېږي. تاسو موږ ته ووياست چې د پاکستاني پوځ د جګړې اصلي طريقه څه ده؟

د پاکستان پوځ د یو نړۍوال بلواګر په څېر دی. ضرور نه دی چې پاکستان به هندوستان ته ماته ورکوي. پاکستان يوازې په هغه صورت کې چې هندوستان وغواړي پر سيمه خپله خوښه وتپي، مخه يې ونيسي. ما چې کله د پاکستان د دفاعي ليکنو مطالعه کوله، هلته مې ليدل چې دوی وايي پاکستان يوازنی هيواد دی چې د هندوستان مخه نيولای شي.

تاسو په خپل کتاب او ليکنو کې واياست چې د پاکستان پوځ د پاکستان دولت کمزوری کړی دی. پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. نو بیا ولې د پاکستان پوځي اداره خپلو پاليسیانو، لکه په افغانستان کې د ستراتيژکې ژورتیا تګلارې، او له هندوستان سره وسله والې سيالۍ ته ادامه ورکوي؟

پاکستان يو ناکامه دولت نه دی او نه هم مخ پر ناکامي روان دی. د پاکستان پوځ ټولې سرچینې »منابعې« په خپل واک کې لري دي او بيا يې له هندوستان سره پر وسله واله سيالۍ لګوي. د نړۍوالو پام يې خپلځان ته د اټومي وسلو په درلودلو وراړولی دی. نړۍواله ټولنه اندېښمنه ده چې که په پاکستان کې ارادي يا غير ارادي یو ستونزه رامنځته شي، پايله به يې د اټومي وسلو کارول وي. نو دوی داسې عمومي نظر يا باور جوړ کړی دی چې نړۍواله ټولنه دغه سيمه يوازي نشي پرېښودلای. د پاکستان پوځ له خپلمنځي امنيتي ستونزو څخه هم د نړۍوالو مرستو ترلاسه کولو لپاره، ناوړه ګټه پورته کوي. د پاکستان پوځ ګواښ کوي چې دا هيواد به ناکامه شي او نړۍوال داسې فکر کوي چې پاکستان دومره خطرناکه ځای دی چې ناکامه کېدای شي. نو د دې بې اطمينانۍ په رامنځته کولو سره د پاکستان پوځ د نړۍوالې ټولنې له مالي مرستو څخه د ژوند کولو سرچينه «ذریعه» برابروي.

پاکستان د هندوستان او افغانستان تر منځ زياتېدونکو ارتباطاتو په هکله اندېښنې ښيي، ايا دا اندېښنې پر ځای دي؟

هندوستان په افغانستان کې خپلې ګټې لري. خو د پاکستان اندېښنه پر تاريخي او رواني بنسټ ولاړه ده. که هندوستان پکښې لاس ونلري هم، افغانستان هېڅکله پاکستان ته خطر نه پېښوي. او پاکستان د اسلامي سختدريځو د روزنې لپاره افغانستان کارولی دی. دا سختدريځي نه يوازې په افغانستان کې تخريبي عمليات کوي بلکې په هندوستان کې يې هم کوي. که هندوستان په سيميېزه وسله وال مخالفت کې لاس لري هم، هغه په هندوستان کې د پاکستانيانو د کړنو په پرتله هېڅ هم نه دي.

د افغان طالبانو حقاني شبکه او د کوټې شورا په پاکستان کې ځای پر ځای دي. او له هغه ځايه پر ناټو ځواکونو او افغان پوځ بريدونه پلانوي. د پاکستان پوځ په دې هم تورن دی چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، له بلې خوا هندوستان په افغانستان کې د بيا رغونې او پرمختيايي پروژې پر مخ وړي. ايا پاکستان د افغانانو د باور تر لاسه کولو لپاره له دې هیواد سره خپلې مرستې کولی شي؟

زه غواړم په ډاګه ووايم چې که هندوستان په افغانستان کې په پرمختيايي کارونو نه وای بوخت، پاکستان به بيا هم هغه کول چې کوي یې. دلته د هندوستان ستونزه نه ده مطرح. پاکستان غواړي افغانستان د يوه پېرونکي هيواد په توګه وکاروي. خو افغانستان نه غواړي يو پېرونکی هيواد شي. افغانان پر پاکستانیانو په غوسه دي چې دوامداره يې د دوی په کارو کې مداخله کړې ده. په نيوي يمه لسيزه کې هاغه وخت چې زه په پاکستان کې زدکوونکې «محصيله» وم، هلته د افغانستان پر کډوالو په دوامداره توګه ملنډې وهل کېدې. د کډوالو کمپونه يې د وسله والو په نامه معرفي کول چې مرستې تر لاسه کړي. نو زه فکر کوم چې افغانان نور د پاکستان له مداخلې څخه ستړي شوي دي. او افغانان، هندوستان ته په ښه سترګه په دې ګوري چې هغوی په افغانستان کې پرمختيايي کارونه کوي لکه د ښوونځيو، سړکونو، د پارلمان ودانۍ جوړول، د بسونو ورکول، اريانا هوايي شرکت ته وړيا الوتکې ورکول او داسې نور. خو پاکستان نه غواړي د افغانانو باور تر لاسه کړي. هغوی غواړي په افغانستان کې داسې حکومت وي چې د ټولو افغانانو په استازيتوب نه وي او د پاکستان د لاس آله وي.

د پاکستان پوځ وايي چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې سنجیده »جدي« دی او له همدې کبله يې په زرګونو پوځیان وژل شوي دي. بايد پر دوی باور ولې وشي او يا ولې ونشي؟

د پاکستان پوځ د هغو ترهګرو پر ضد مبارزه کوي چې په خپله پاکستان ته خطر پېښوي. پاکستان د هغو طالبانو چې په افغانستان کې عمليات کوي او د حقاني شبکې، ملاتړ کوي. دوی په دوامداره توګه هلې ځلې کوي چې طالبان په پاکستان کې له جګړې لاس واخلي او په افغانستان کې د طالبانو سره لاس یو کړي. نو دا دوې جلا جګړې دي. هغه خلک چې نظامي دي او په دې جګړه کې له منځه ځي، هغه د پاکستان پوځيان نه دي. هغه د فرنټير کور ملېشه کسان دي. دا د ملېشو اداره ده چې جنګيالي يې په بشپړه توګه له قبايلي سيمې څخه ګمارېږي »استخداميږي« او افسران يا مشران يې پوځيان وي. او د فرنټير کور د جنګياليو ژوند د پاکستان د پوځ لپاره هېڅ ارزښت نلري. پاکستان د پښتنو په هکله له برتانيیا څخه ډېرې متعصبې مفکورې اخيستې دي او د پاکستاني ټولنې لوړپوړو وګړو ته د فرنټير کور د جنګياليو په شمول، د پښتنو ژوند هېڅ مانا نلري. هغوی د پاکستان د دولت لپاره هغومره مهم نه دي لکه پنجابيان.

که دا ترهګر د امريکا لپاره لوی خطر نه دي نو بيا ولې امريکا بيا هم له پاکستان سره مالي مرستې کوي؟

پاکستان دا اندېښنه خپره کړې ده چې دا هيواد د ناکامېدو تر بريده خطرناکه دی. او له همدې کبله امريکا ډېره اندېشمنه ده چې د پاکستان وسلې او د وسلو جوړولو طريقې د ترهګرو لاس ته ونه لويږي. هر وخت چې دا خبره وشي چې له پاکستان سره بايد مالي مرستې قطع شي، همدا دليلونه رامنځته شي. امريکا بايد له پاکستان سره دومره اړيکې پراخې نه کړي چې دغه هيواد په خپل تر ټولو بد چلند لاسپوري کړي. خو زه فکر کوم چې امريکا به بيا هم له دې غميزې سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې د حقاني شبکه عملياتو ته دوام ورکوي، ايا ستاسو په فکر د شمالي وزيرستان عمليات ضرب عضب به یو څه مثبتې پايلې ولري؟

هېڅکله نه. زه دغه عملیات چټيات بولم ځکه چې تر پنځو مياشتو پورې دوی سختدريځو وسله والو ډلو ته خبرداری ورکاوه چې دلته به عمليات کيږي. د دغه عملياتو ټول هدف دا وو چې ټوله وسله وال او قومندانان يې افغانستان ته وباسي چې هلته هغوی د افغانانو او امریکايانو وژنې ته ادامه ورکړي او د انتخاباتو بهیر «پروسه» ګډه وډ کړي. د دې سیمې ټول وسله وال څو مياشتې مخکې له دغه ځايه وتلي دي. د حقاني شبکه د دې عملياتو تر پیل ډېر مخکې له دې ځایه وتلې ده. د حقاني مشران تل په اسلام آباد کې اوسېدل. جلال الدين حقاني او د هغه پلويان په وزيرستان کې نه بلکې په اسلام آباد کې اوسي.

تاسو د افغانستان د جګړې راتلونکی څه وړ وينئ؟ ايا دا جګړه به ژر پای ته ورسېږي که به تر ډېره وخته دوام وکړي؟

پاکستان به هېڅکله افغانستان پرېنږدي. پاکستان هېڅ داسې نيت نه لري چې افغانستان ته دې سوله راشي. او افغانستان نه غواړي د پاکستان پنځم ولايت شي. زه فکر نه کوم چې دا تاوتريخوالی به په نيژدې راتلونکې کې له منځه ولاړ شي. امکان لري چې د افغانستان د ملي امنيت ځواکونه به خپل کار په ښه توګه پر مخ بوزي. خو زما اندېښنه دا ده، کله چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي، د امریکا کانګريس به له افغانستان سره مالي مرستې هم وشلوي. او هغه څه چې په عراق کې وشول، په افغانستان کې تکرارېدلی شي. هغه وسلې چې امریکا د عراق پوځ ته ورکړي وې، د عراق د سختدريځو وسله والو ډلې لاس ته ولوېدې. ایا امکان شته چې د افغانستان د ملي امنيت ځواکونه له منځه ولاړ شي او وسلې يې د طالبانو لاسونو ته ولويږي؟ زه فکر نه کوم دا خبره ناممکنه ده. ځکه چې که امریکا د افغانستان د ملي امنيت د ځواکونو سره مالي مرسته ونکړي، دا ځواکونه به هغسي له منځه ولاړ شي لکه څنګه چې رايوځای کړل شوي ول. په افغانستان کې هر ډول خطرناکه سيناريو ممکنه ده.

XS
SM
MD
LG