د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د میلیونونه افغانیو په لګښت نوې پروژې پلي کیږي


د خوست ولایت چارواکي په روان کال کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نویو پرمختيايي پروژو د منظورۍ خبره کوي او وايي، چې په دې پیسو به په لومړي قدم کې په هغه څلورو ولسوالیو کې د خلکو په خوښه پروژې پیل او پلي شي، چې د سولې د ولسوالیو په نوم نومول شوي دي.

د خوست ولایت چارواکي په روان کال کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نویو پرمختيايي پروژو د منظورۍ خبره کوي او وايي، چې په دې پیسو به په لومړي قدم کې په هغه څلورو ولسوالیو کې د خلکو په خوښه پروژې پیل او پلي شي، چې د سولې د ولسوالیو په نوم نومول شوي دي.

که څه هم د خلکو سره دا انديښنه موجوده ده، چې ښايي د سږني زیږدیز کال په اوږدو کې به چې د بهرنیو پوځیانو ډېره برخه به د افغانستانه ووځي، دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې راکمې شي او دا کار به په دې هېواد کې د بیارغونې د پروژو په تطبیق او د نویو پرمختیايي پروژو په عملي کولو اغېز پریباسي، خو د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د روان د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په اوږدو کې به د لسګونه میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پیل شي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې په خوست کې د بیلابیلو پروژو د تطبیق له پاره دوه سوه میلیونه افغانۍ منظورې شوي، چې له دې جملې څخه به د خوست په هغه څلورو ولسوالیو کې، چې د سولې په نوم نومول شوي، تر ۶۰ میلیونه افغانیو پورې ولګول شي، په دې پیسو به د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو د اوبو، استنادي دیوالونو، کاریزونو، کلیوالي سړکونو او نورو برخو کې پروژې پلي شي:

((د خوست د پرمختیايي کارونو له پاره دوه سوه میلیونه افغانۍ منظورې شوي دي، موږ په اول قدم کې هغه ولسوالیو ته چې د امن د ولسوالیو نوم يې ګټلی، تر شپیته میلیونه افغانیو پورې پروژې پلي کوو، په تڼیو کې، ګربزو کې، ځاځي میدان او اسماعیل خېلو او مندوزیو کې کار روان دی، یا يې ښايي په څو ورځو کې کارونه روان شي.))

خوست والي مني، چې په ځنو ولسوالیو کې د بیارغونې په برخه کې لږ کارونه شوي، خو هغه وايي، که چیرې د د اسیب پذیره او ناامنه ولسوالیو اوسیدونکي په یادو سیمو کې د حکومتي مامورینو او فني کاروکونکو د امنیت د خوندیتوب مسوولیت پرغاړه واخلي، نو دوی حاضر دي په هره لیرې او نږدې سیمه کې د دوی په خوښه پروژې عملي کړي.

بل لوري ته د تڼیو او ګربزو ولسوالیو دوه تنه قومي مشران، چې په سیمو کې يې نوې پرمختیايي پروژې منظورې شوي، د حکومت د دې اقدام نه خوښي څرګندوي او وايي، چې د سر او مال په بیه به د پروژو د تطبیق امنیت خوندي کړي او په ودانیزو چارو کې به هم ونډه واخلي:

((داسې به درته ووایم، چې دهرې سیمې په پرتله زموږ په صحرا کې ډېر ښکلی امن جوړ دی، ځکه چې زموږ خلک د امن په تامین کې کمک کوي او د پروژو د کارونو څرنګوالی په خپله ګوري.

۲-موږ حکومت سره په ټوله مانا همکار یو، امنیت يې ساتو او په یوم، چاری او کلنګ په ټولو پروژو کې برخه اخلو او د پروژو د کامیابۍ له پاره په ټوله مانا کوښښ کوو.))

یاده دې وي، د خوست چارواکي داسې مهال په یو شمېر ولسوالیو کې د نویو پرمختیايي پروژو د منظورۍ خبره کوي، چې له وړاندې په یاد ولایت کې د غلام خان بندر د تاسیساتو، د خوست هوايي ډګر او د کریکټ لوبې د پاره د یو نړیوال لوبغالي په جوړولو چې ورباندې خواوشاه ۴۴ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي عملاُ کارونه روان دي.

XS
SM
MD
LG