د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې د لوبو نړۍوال لوبغالي تعمیراتي کار ځنډنی شو


د قبایلي سیمو د لوبو اتحادیې مشران او لوبغاړی وايي چې پروسږ کال د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله د خېبر ایجنسې په جمرود شاه کس سیمه کې د لوبو د نړۍوال لوبغالي جوړولو پریکړه کړې وه خو لا تر دې دمه د دغه لوبغالي په جوړولو باندې کار نه دې پیل شوی.

د قبایلي سیمو د لوبو اتحادیې مشران او لوبغاړی وايي چې پروسږ کال د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله د خېبر ایجنسې په جمرود شاه کس سیمه کې د لوبو د نړۍوال لوبغالي جوړولو پریکړه کړې وه خو لا تر دې دمه د دغه لوبغالي په جوړولو باندې کار نه دې پیل شوی.

د خېبر ایجنسې د کرکټ اتحادیې یو غړي فواد مشال ریډیو ته وايي چې له یوه اوږد جدو جهد پس د فاټا سیکرټریټ ورته د لوبو نړۍوال سټېډیېم جوړولو منظوري ورکړې وه خو د افسوس خبره دا ده چې تر اوسه دا نه د معلومه چې دا به جوړیږي او که نه.

دی زیاتوي «دغې خاورې یو شمیر نړۍوال لوبغاړی پیدا کړي دي خو اوس هم له خاورو ډک میدانونو کې لوبې کوي،حکومت دې راسره خپله وعده پوره کړي او دغه نړۍوال لوبغالي دې زر تر زره جوړ کړي»

د خېبر سیمې د مارشل آرټ یو وتلی لوبغاړی نور اسلم وايي، ((په جاپان کې مې هم د مارشل آرټ په نړۍوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده خو تر اوسه د کرایې په یوه تالار کې لوبه کوو،چارواکو ته پکار ده چې د ټولو لوبو لپاره آسانتیاوې ورکړي))

د جمرود په شاه کس کې په نړۍوال لوبغالي باندې د کار نه شورو کولو د سبب په حقله مو چې کله په فاټا سیکرټریټ کې د لوبو ډایرېکټر فیصل جمیل شاه سره رابطه وکړه نو دوی وویل چې(( موږ د دې لپاره د خېبر ایجنسۍ له پولیټیکل ایجنټه ځمکه غوښتې وه خو دوی وايي چې یو کنال به په لس لاکه روپۍ ملاو شي خو موږ وایو چې دا ډیره ګرانه پریوځي او باید راته ارزانه کړل شي نو په دې اړه مو یو ځل بیا پولیټیکل ایجنټ ته لیک استولی دې چې کله راته په ښه قیمت ارزانه ځمکه ملاو شی نو موږ به پرې کار شورو کړو))

د فاټا سیکرټریټ چارواکی وايي چې ((د لوبو دې لوبغالي لپاره خوا وشا اووه سوه کناله ځمکه پکار ده او په دې کې به د فوټبال، کریکېټ والیبال او داسې نورو لوبو لپاره بېل بېل میدانونه تیارېږي،او په نړۍوال کچ سیالۍ به هم پکې تر سره کېږي))

XS
SM
MD
LG